اسټرالیايي کپتان مایکل کلارک انګلستان ته د (ایشیز) تاریخي ټېسټ سیالیو د اتلولۍ بایللو پړه ومنله او د روانو (ایشیز) ټېسټ لوبو وروسته یې د کپتانۍ او کرکټ پرېښودلو اعلان وکړ.مایکل کلارک په تېرکال نړېوال جام کې له یو ورځنیو لوبو او دهغې وړاندې له ۲۰ اوریزو لوبو هم ګوښه شوی دی.
اسټرالیايي کپتان کلارک زیاته کړه، چې بهترین لوبغاړي باید سترو سیالیو ته تیار وي.
نوموړي پوره کوښښ وکړ، چې ښه وځلېږي، خو ونه ځلېد.
اوس هغه خپله ناکامي مني او خپل ځای له وروستۍ ټیسټ لوبې وروسته بل کپتان ته پرېږدي، چې په راتلونکي کې له انګلستان څخه ګټل شوی جام بېرته اسټرالیا ته وګټي.
کلارک تراوسه په روانو (ایشیز) ټېسټ لوبو کې په ۱۶ اوسط کې د زیاتو ۳۶ منډو په مټ په ۸ اننګزونو کې ۱۱۷ منډې جوړې کړې دي.
انګلستان له اسټرالیا څخه د ایشیزسیالیو د اتلولۍ جام وګاټه او مایکل کلارک په خپل کوربتوب د تېر ځل ګټل شوي اتلولي په انګلستان کې پرېښوده.
د اسټرالیا کرکټ بورډ کې مایکل کلارک ته په ډېره درنه سترګه کتل کېږي، خو د پرله پسې چانسونو ورکولو له کبله دغه بورډ اوس د خپلو کرکټ کارپوهانو، مینه والو او رسنۍ له سخت فشار سره مخ وو.
په همدې حال کې د اسټرالیا رسنیو په روانه څلورمه ټېسټ لوبه کې په ۶۰ منډو د اسټرالیايۍ لوبډلې سوځېدل د اسټرالیا کرکټ لپاره (توره) ورځ یاده کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې اسټرالیايۍ لوبډله د انګلستان پر خلاف د ایشیز په څلورمه ټېسټ لوبه کې په لومړي اور د خپل ټیسټ کرکټ تاریخ په اووم مقام کمو ۶۰ منډو وسوځېده.
په ټېسټ کرکټ کې د اسټرالیا کمې منډې ۳۶ شمېرل کېږي، چې د تېرې پېړۍ ۱۹۰۲ کال د انګلستان خلاف سوځیدلې وه.
په همدې حال کې د اسټرالیایۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان ایلن بارډر بیا د مایکل کلارک د حق له پاره پورته شوی او ویلي يې دي، چی، نوموړی باید خپلې لوبې ته ادامه ورکړي.
اسټرالیا د روان کال اپریل میاشتې په ۱۵ مه نېټه نیوزیلینډ ته په ماتې ورکولو سره د مایکل کلارک په کپتانۍ کې د پنځم ځل له پاره د ۲۰۱۵ م ز کال ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام په خپل کوربتوب سره وګاټه او نوموړی یې تر ټولو ښه لوبغاړی ثابت کړ.





