یادې لوبډلې په فاینل لوبه کې خپله سیاله د شمشاد لوبډله په ګونډو کړه او د اتلولۍ جام یی ترلاسه کړ.
د کونړکرکټ بورډ ادارې له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د سیالیو فاینل لوبه په کونړ کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
په سیالۍ کې د روغانیوال لوبډلې په ګټه حنیف د هیټریک په مټ وکولای شول، چې خپلې لوبډلې ته د شمشاد لوبډلې خلاف د ۱۸ منډو په توپیر د اتلولۍ جام وګټي.
خبرپاڼه زیاتوي، په فاینل لوبه کې روغانیوال لوبډلې په لومړي وار کولو سره په ۲۰ اورونو کې د ګران د ۴۷ ، همیم تلوار د برق په څیر ۱۰ بالیزه لوبې ۴۴ منډو په مټ ۱۸۹ منډی جوړې کړې، چې د شمشاد لوبډلې له خوا یي د سکندر ۴ ویکټو هم مخه ونه نیوله.
خبرپاڼه لیکي، چې ددې هدف په ځواب کې شمشاد لوبډلې هم د حقیق د ښکلو ۸۲ منډو په مټ ښکلې ځوابي لوبه وکړه، خو د حنیف هیټریک یي د مخکې تګ مخه ډب کړه او په ۱۷۱ منډو ونه توانیده.
په سیالۍ کې حنیف ۳ ، همیم تلواراو بصیر دوه دوه سیال لوبغاړي وسوځول ،خو د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په ګډه همیم تلوار او حقیق ته ورکړل شوه.
د جایزو په مراسمو کې د غوره بیټسمین جایزه بصیرمحبوب ته خو د ټورنامنټ د غوره لوبغاړي جایزه بیا په ۱۶۶ منډو او ۶ ویکټو سره د دویم مقام ګټوونکي شمشاد لوبډلې لوبغاړي حقیق ته ډالۍ شوه.
د کونړ کرکټ بورډ اداره وایي، په دې سیالیو کې ددې ولایت ۷ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې څو ورځې یې یو د بل پر وړاندې لوبې وکړې.





