د ” آی، سي، سي” مشر له دندې استعفا وکړه

شاشنګ مانور له خپلې دندې د استعفا لامل شخصي ستونزې بولي

د " آی، سي، سي" یا د کرکټ نړیوالې شورا مشر شاشنگ مانور وروسته له ۸ میاشتو له خپلې دندې استعفا ورکړه او لامل يې هم شخصي ستونزې بولي.

هغه خپل استعفالیک د "آی، سي، سي" مرستیال ته سپارلی، چې تر اوسه يې د منلو او نه منلو پرېکړه نه‌ده شوې.

شاشنګ د لومړي ځل له‌پاره د ازادو ټاکنو له لارې د " آی، سي، سي" مشر وټاکل شو، چې د پخواني بورډ له هېڅ یو غړي سره يې اړیکې نه لرلې.

له بل لوري "ICC" د لومړي ځل له‌پاره د ۲۰۱۶ زېږیز کال په فېبرورۍ کې د مدیرانو اساسي قانون پاس کړ.

په دغه قانون یو وار په ۲۰۱۴م  کال کې منښتې زیاتې هڅې شوې وې، خو د نهايي کېدو پړاو نه پاتې شو.

دغه قانون په مدیریتونو کې د توازن رامنځته کېدو سره هم نظری و او یوازنی هدف يې دا و، چې په مدیریتونو کې توازن راشي.

د "آی، سي، سي" اجرایوي مشر ډېوېد ریچارډسن وايي، شاشنګ مانور ورته لیکلي، چې ده په خپله دنده کې تر ډېره په عدالت، بې‌طرفۍ او خورا صادقانه ډول رفتار کړی دی او په بورډ کې يې پرېکړې خورا رڼې وې، خو وروسته له دې د: "ځېنو شخصي ستونزو له کبله خپلې دندې ته د کرکټ نړیوالې شورا مشر په توګه دوام نه‌شم ورکولی، زه غواړم دغه فرصت یو بل وړ شخص ته ورکړم او همدارنګه د خپلو ټولو همکارانو څخه مننه کوم، چې تر دې دمه يې له ماسره یاري وکړه، زه هیله لرم، چې اي سي سي په راتلونکي کې هم خپلو لوړو اهدافو ته ورسېږي."

په ډاګه دې وي، دا لا معلومه نه ده، چې په ریښتیا هم د «آی سي سي» مشر د شخصي ستونزو له کبله له خپلې دندې استعفا کړې او که د پردې تر شا نور علتونه هم لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام