
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغرستانکزي په هندوستان کې رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، افغانستان په تیر۲۰۱۵ م کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام کې د سریلانکا خلاف ښه لوبه کړې وه خو دا ځل له سیالې لوبډلې سره د کمارسنګاکارا او جی وردهني نه شتون د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بریا چانسونه زیات کړي دي.
افغان کپتان زیاته کړه، چې سریلانکا اوسمهال زیاتره نوي لوبغاړي لري او افغانستان د ښې لوبې په کولو سره دوی ته ماته ورکولای شي.
اصغرستانکزي چې پرون یې د سریلانکا خلاف نننۍ سیالۍ ته دخپلې ملي لوبډلې د چمتووالي په اړه په رسنیزه غونډه کې خبرې کولی دغه راز وویل، هغه مهال به غټو لوبډلو ته دماتو ورکولو تجربه ترلاسه کړي چې زیات له بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو سره دلوبیدو چانسونه ترلاسه کړي.
دنوموړي په وینا چې د نړیوال کرکټ په تاریخ کې دافغانستان په څیر چټک پرمختګ نه دی شوی او ددی ثبوت د افغانستان د وروستۍ ۱ لسیزې لاسته راوړنې دي





