ایا په «آی. پي. اېل» کې د راشدخان نرخ دوه چنده کېږي؟

ښایي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مرستیال کپټان راشدخان ارمان د سږ کال په ۱۱م پړاو «آی. پي. اېل» سوداګریزو کرکټ‌سیالیو کې د پخوا په پرتله په میلیونونو هندۍ کلدارو واخیستل شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، راشدخان چې تقریباً په وروستیو ۲ کلونو کې د نړۍ په هر سوداګریز کرکټ‌لیګ کې لوبېدلې روانه میاشت بېلابېل خریداران ولري.

راشدخان د هغو ۵ لوبغاړیو په ډله کې دی چې ښایي ۸ ګډونوالې لوبډلې پرې خپل جیبونه را خلاص کړي او د اخیستلو لړۍ به یې د زیاتو پیسو د مصرف پر اساس په زړه‌پورې وي.

په‌دې ډله کې راشدخان هم شامل دی چې د «سن‌رایزرز حیدراباد» لوبډلې له‌خوا د روان کال «آی. پي. اېل» سیالیو له‌پاره په لومړیو ۳ لوبغاړیو کې نه‌دی ساتل شوی.

تمه کېږي چې راشدخان به د سږ کال په بولۍ کې له ۶ کروړه هندۍ کلدارو نیولې تر ۸ کروړو هندۍ کلدارو پورې وپېرل شي او «سن‌رایزرز حیدراباد» لوبډله د دې حق لري چې د «ار. ټي. اېم» کارت په کارولو سره په همغو پیسو چې کومې لوبډلې اخیستی وي؛ بېرته واخلي.

دغه راز د اسټرالیوي توپ‌وهونکي کرېس‌لین په اړه هم ویل کېږي چې اخیستونکي به یې زیات وي او ښایي له همدې کبله لوبډلې پرې له ۷ کروړو هندۍ کلدارو نیولې تر ۹ کروړو هندۍ کلدارو مصرف کړي.

ښي لاسی اعتمادي توپ‌وهونکی کریس لین تېرکال د کلکتې لوبډلې په ګټه ولوبېد؛ خو سږ کال یې پرېښی چې نورې لوبډلې پرې بولي ووهي.

نیوزیلینډي چپ لاسي توپ‌وهنکي کولن منرو چې په ځانګړي توګه د «آی. پي. اېل» له‌پاره جوړ دی، د شل اوریزو لوبو اعتمادي او خطرناک لوبغاړی شمېرل کېږي چې له لومړي بال په توپ‌اچوونکي حمله کوي او په ۲۰ اوریزو لوبو کې ریکارډ ۳ نړیوالې سلیزې هم لري؛ د سږ کال بولۍ له‌پاره د لوبډلو د مالکانو خاص پام ځانته اړولی.

ښایي لوبډلې د نوموړي اخیستلو له‌پاره له ۸ کروړو هندۍ کلدارو نیولې تر ۱۰ کروړو هندۍ کلدارو باران وکړي چې له لاسه یې ونه‌وځي.

د ویسټ انډیزي لوبغاړیو خریداران په هر سوداګریز لیګ کې زیات وي چې اوس یې یو نوی چپ لاسی چټک توپ‌‌وهنکی ایون لیویس د کرکټ نړۍ ته وړاندې کړی‌دی.

ویل کېږي چی د ایون لیوس قیمت هم له ۷ نیولې تر ۹ کروړو رسېدلی شي.

د بهرنیو لوبغاړیو په ډله کې بیا د انګلستاني ال‌راونډر بین سټوکس مقابله کې څوک نه‌شته، نوموړی هرکاره دی چې اوسمهال د شخصي پولیسو دوسیې له کبله له انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلې هم لېرې دی؛ خو ښایي د تېرکال په څېر ښایي د سږ کال په بولۍ کې له ۱۵ نیولې تر ۱۷ کروړو هندۍ کلدارو وپېرل شي.

ښایي د دې یادو شویو ۵ بهرنیو لوبغاړیو ترڅنګ نور بهرني لوبغاړي هم د ۱۱م پړاو «آی. پي. اېل» سیالیو په بولۍ کې ولیدل شي چې په زیاتو او ریکارډ پیسو د ګډونوالو لوبډلو له‌خوا جذب شي؛ خو د دې په زړه‌پورو شېبو لیدلو له‌پاره باید د روانې جنورۍ میاشتې ۲۹مې نېټې ته انتظار وباسو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام