د ویسټ انډيز پر خلاف په لومړۍ نړیوال سیالۍ کې له لومړۍ بریا وروسته، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مینه والو ترڅنګ پخواني مشهور کرکټران هم پر افغان لوبډلې زړونه وبایلل.
پخوانیو مشهورو کرکټرانو او په اوسني کرکټ کی مشهورو تبصره کوونکیو په رسمي رسنیو او خپلو رسمي ټولنیزو پاڼو کې افغان کرکټ ملي لوبډله ستایلې او دغه راز یې د هندوستان په کوربتوب په پیلېدونکيو (ای پی ایل) سوداګریزو سیالیو کې د کم تر کمه ۴ افغان لوبغاړو لوبولو غوښتنه کړې ده.
په لیټل ماسټر مشهور پخواني هندي کرکټر سچن ټنډولکر ویلي، افغانستان ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې له افغانستان سره د لوبې وړاندې یې انګلستان، سریلانکا او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.
دغه راز پخواني انګلستاني کپتان مایکل وان ویلي، افغانستان د بریا حقداره و، د څوو دقیقو لپاره ځان افغان بولم او له کرکټ نړیوالی شورا غواړم، چې له راتلونکیو نړیوال جامونو څخه د دویمې درجې هېوادونو د پاتې کولو په پرېکړه بیا کتنه وکړي.
د مایکل وان پر وینا، افغانستان په ښه روحیه، زړه ورتیا او پياوړې لوبه وکړه.
د ویسټ انډيز پخواني لوبغاړي ای این بیشپ ویلي، افغانستان د ویسټ انډيز پر خلاف د بریا حقدار و، افغانستان د ۳ لوبو راوروسته د بریا په لټه کې وو او اخر یې هم ترلاسه کړه.
پخواني هندي لوبغاړي انیل کمبلي، دویسټ انډيز پر خلاف د افغانستان بریا ستره یاده کړې ده، چې پر وینا یې، له مخې یې په نړیوال کرکټ کې د افغانستان عزت لاپسې زیات شو.
انګلستاني کرکټر جیمزانډرسن افغان لوبډلې د بریا حقداره ګڼي او ویلي یي دي، چې په وروستیو څو اونیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبې په لیدلو ارزېدلې.
دغه راز اسټرالوي تېزو بالرانو مېچل جونس او میچل سټارک هم افغان لوبډلې ته د بریا مبارکي ویلي دخ او د افغان تېزبالر حمید حسن د بالینګ ستاینه او د لوبڅار د پرېکړې چې حمید حسن یی د (نو) بال په پلمه له بالینګ څخه منع کړ.
مشهور ویسټ انډيزي بیټسمین براین لارا هم دافغان کرکټ ملي لوبډلې ستاینه کړې ده او د ویسټ انډيز خلاف د بریا حقداره بللې.
پخواني هندي لوبغاړي او تبصره کوونکي اکاش چوپړا ویلي، افغانستان غوره لوبه وکړه؛ خو اوس په کار ده، چې افغانستان ته د نړیوال جام پرته نوری نړیوالې سیالۍ هم برابرې شي.
پخواني سریلانکایي لوبغاړي او تبصره کوونکي رسل ارنلډ ویلي، له افغان لوبغاړو سره زیاته مینه لري، په روحیه لوبېږي او اخر هم دوی ستره بریا ترلاسه کړه.
پخواني پاکستاني لوبغاړي او تبصره کوونکي رمیزراجه بیا ویلي، خاموشه نبي عیسی خېل د افغانستان لپاره غوره وروستی اور ترسره کړ او افغانستان تاریخي بریا ترلاسه کړه.
د پخواني پاکستاني کپتان پر وینا یې، افغانستان په نړیوال جام کی یوازینۍ ټیم و، چې دوی یی د نوکانو چیچلو او دوې سره مینې کولو ته مجبوره کړي وو.





