د سویلي اسیا فوټبال فدراسیون اعلان وکړ، چې د لومړي ځل له پاره به د غړو هېوادونو د ۱۹ کلونو فوټبال لوبډلو ترمنځ یو ټورنامنټ په لاره واچوي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې د سیالیو له پاره د لوبډلویش پچه اچونه د نیپال په پلازمینه (کټمنډو) کې ترسره شوه.
ویل کیږي، چې په دې سیالیو کې به د افغانستان په ګډون د هندوستان، بنګله دیش، نیپال، بوتان او مالدیف ۱۹ کلنې فوټبال ملي لوبډلې ولوبېږي.
په دې سیالیو کې به د نامعلومه دلایلو له کبله د سریلانکا او پاکستان ۱۹ کلنې فوټبال ملي لوبډلې ګډون و نه لري.
د افغانستان فوټبال فدراسیون خبرپاڼه زیاتوي، چې د لوبډ لوېش له مخې افغانستان په دویم ګروپ کې له هندوستان او مالدیف سره مخامخ شو.
دغه راز په دویم ګروپ کې به کوربه نیپال له بنګله دیش او بوتان لوبډلې سره په (لیګ) پړاو کې لوبې ترسره کړي.
د سیالیو د چارواکو په وینا، چې د ګروپي لوبو وروسته به د هر ګروپ دوه مخکې لوبډلې نیمه پای لوبو (سیمي فاینل) پړاو ته لاره پېدا کړي.
ټاکل شوې ده د سویلي اسیا ۱۹ کلنو فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ به د روانې عیسوي (اګست) میاشتې له ۲۰ مې نیټې څخه تر ۲۹ مې نیټې روانې وي.
د چارواکو له خوا د لوبډلویش وروسته د سیالیو مهال ویش هم اعلان شو، چې له مخې به یې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اګست میاشتې په ۲۱ مه نیټه له مالدیف سره او د همدې میاشتې په ۲۳ مه نیټه له هندوستان سره ترسره کړي.
د مهال ویش له مخې به د سیالیو نیمه پای لوبې د اګست په ۲۷ مه او فاینل لوبه د اګست په ۲۹ مه نیټه د اتلې لوبډلې د اعلان له پاره ترسره شي.
د سویلي اسیا فوټبال چارواکو ویلي دي، چې ددې لومړي پړاو ټورنامنټ موخه د اسیا ۱۹ کلنو فوټبال سیالیو ته د لوبډلو تیارۍ دي.
ټاکل شوې ده، چې دافغانستان ۱۹ کلنه فوټبال ملي لوبډله به ددې سیالیو وروسته د اسیا په ۱۹ کلنو فوټبال جام سیالیو کې له فلسطین ، عربي امارت او هندوستان سره ولوبیږي، چې د روان کال اکتوبر میاشتې له ۲ مې نیټې څخه تر ۶ مې نیټې په فلسطین کې ترسره شي.





