نن د رمضان جام څلورم پړاو ۲۰ اوريز کرېکټ سیالۍ پیلېږي

نن به د زرملوال کرېکټ لوبغالي د مسوولانو له لوري یو ځل بیا د روژې میاشتې په ویاړ د رمضان جام ۲۰ اوریرې کرېکټ سیالۍ کابل کې پیل شي.

د دغو سیالیو مسوول حاجي غلام جیلاني‌زرملوال په خپلو خبرو کې وویل، د رمضان جام سږنۍ سيالۍ به د جون پر ۳ نېټه د راتلونکې شنبې په ورځ به پیل شي او ۱۹ ورځې به دوام وکړي.

د زرملوال پر وینا، په‌دې سیالیو کې چې تېره شپه په یو لړ مراسمو سره په رسمي توګه پرانېستل شوې؛ ۶ لوبډلې ګډون کوي، چې له ماسخوتن له لمانځه وروسته د شپې ۱۰ بجې  پیلېږي او هره شپه به تر پېشلمي پورې دوام کوي.

نوموړي وویل، سيالۍ د کابل په زرملوال لوبغالي کې کېږي، چې لومړی مقام ګټونکې لوبډله به د اتلولۍ جام د ګټلو ترڅنګ ۸ زره امریکایي ډالر او دویم مقام ګټونکې لوبډله به ۴ زره امریکایي ډالر د انعام په توګه ترلاسه کړي.

سیالۍ د یو خصوصي ټلوېزیون په پرده د "راځئ له روژې خوند واخلو" تر شعار لاندې خپرېږي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د سږ کال په رمضان کپ ټورنمېنټ کې زرملوال کرېکټ کلب، بوست تورزنان، المصافي نهنګان، مس عینک ځوانان، سپين غر ستوري او کابل زلمي لوبډلى لوبېږي.

مخکې په‌دې سیالیو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مشهورو لوبغاړو برخه لرله؛ خو اوسمهال د ویسټ انډيز خلاف سیالیو په پار هغه هېواد ته د لوبېدلو له‌پاره تللي دي.

د ټورنمېنټ مسوولان وایي، د سږ کال په ټورنمېنټ کی به هم د کورني کرېکټ تکړه او مشهور لوبغاړي ولوبېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام