
په پام کې ده، چې د افغانستان ښځينه فوټبال ملي لوبډله د سویلي اسیا فوټبال په ټورنامنټ کې د وروستي ځل له پاره ولوبيږي.
دغه ټورنامنټ به په راتلونکي ډيسمبر میاشت کې پېل شي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د سیالیو له پاره پچه اچونه په هندوستان کې ترسره شوه، چې په کې به افغان فوټبال ملي لوبډله په (ب) ګروپ کې له کوربه هندوستان او بنګله دیش سره سیالۍ ترسره کړي.
د سویلي اسیا ښځینه فوتبال جام سیالۍ به دروان کال دیسمبر میاشتې په ۲۶ مه نیټه پیل او د ۱۰ ورځو لوبو وروسته به د ۲۰۱۷ کال جنورۍ میاشتې په ۴ مه نیټه د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسیږي.
د سیالیو د جوړښت له مخې به د هر ګروپ ۲ مخکښې لوبډلې (سیمي فاینل) ته لاره پیدا کوي او بیا به د اتلولۍ ګټلو له پاره یو بل سره لوبیږي.

د اعلان شوي مهالویش له مخې به افغانستان د دیسمبر په ۲۷ مه نیټه له کوربه هندوستان او د همدې میاشتې په ۲۹ مه نیټه په ګروپ سیالۍ کې له بنګله دیشۍ ښځینه فوټبال ملي لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي.
د سږکال په ښځینه سویلي اسیا فوټبال ټورنامنټ کې د پاکستانۍ لوبډلې پرته د هندوستان، افغانستان، سریلانکا، بنګله دیش، بوتان او مالدیف لوبډلې برخه لري.
دا چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د سویلي اسیا زون په مرکزي اسیا زون کې د لوبېدو پریکړه کړې ده، نو دا به د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډلې له پاره په سویلي اسیا زون کې وروستی ټورنامنټ وي.





