افغانستان په کرکټ کې د هندوستان خلاف د بریا چانس له لاسه ورکړ

د هندوستان په کوربتوب د ۱۹ کلنو په روان درې اړخیزه کرکټ سیالیو کې افغان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې تېره ورځ له هندۍ لوبډلې سره لوبه ترسره کړه چې د تاریخي بریا چانس یې له لاسه ورکړ.

د هندوستان کرکټ بورډ د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې چې په سیالۍ کې کوربه لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۳۳ منډو ماتې ورکړه.

په سیالۍ کې افغان لوبډلې و نه کړای شو، چې د کوربه نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې له خوا د ۲۳۷ منډو هدف ترلاسه کړي.

د هندوستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې چې هندۍ لوبډله له خپل هدف څخه ددفاع په موخه بریالۍ شوه او افغان لوبډله یې په ۲۰۳ منډو وسوځوله.

د افغانستان له پاره د لوبې غوره لوبغاړی راشد ارمان شینواری وو، چې لومړی یې د ۴ هندي لوبغاړو په سوځولو سره هندۍ لوبډلې له ستر هدف څخه ایساره کړه او بیا یې د افغانستان د بیټسمینانو د ناکامیدو سره په بیټینګ کې ۴۳ منډی جوړې کړې، خو لوبډله یې هدف ته و نه شوه رسولې.

په دې سیالیو کې به افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله دویمه لوبه سبا د افغانستان په وخت سهار ۷ نیمې بجې له بنګله دیش نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

دغه سیالۍ د هندوستان کرکټ بورډ له خوا برابرې شویدي دي چې موخه یې د بنګله دیش په کوربتوب ۲۰۱۶ م کال نولس کلنو پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د درې واړو ګډون کوونکو لوبډلو ښه تیاری ښودل شوی دی.

هندوستان د افغانستان۱۹کلنې کرکټ ملي لوبډلې په روان سفر کې روزنه پخواني لوبغاړي رییس احمدزی او دولت احمدزی په غاړه لري.

د اعلان شوي مهال ویش له مخې روان درې اړخیزه سیریز پرون د نومبر په ۲۰ مه نیټه پیل او تر ۳۰ مې نیټې به په کلکته ښار کې روان وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام