.jpg)
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ډګر ساتنې برخې روزونکي محمد رمضان د افغان کرکټ ملي لوبډلې د پخوانیو کمزوریو او اوسنیو پرمختګونو په اړه له پاکستانۍ اېکسپرېس ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې اوسنی یووالی د دې لوبډلې تر ټولو ستر ځواګ ګرځېدلی دی.
د نوموړي پر وینا، د انضمام الحق له راتګ نه مخکې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته د یوی منډې (سنګل) کول، د شپږیزې په پرتله ډېر ستونزمن وو.
د کرکټ ملي لوبډلې روزونکي ویلي، افغانان په قدرتي توګه قوي دي او همېش د لوبې د ګټلو له پاره پر خپل ځواک باوري وي.
.jpg)
پخواني پاکستاني کرکټر محمد رمضان زیاته کړې ده، افغان کرکټ لوبغاړو ته په ۳ بالونو ۳ شپږیزې دومره غټه خبره نه وه؛ څومره چې ورته په ۳ بالونو د ۳ منډو (سنګلو) اخیستل ستونزمن وو.
د رمضان پر وینا، مشر روزونکي انضمام الحق لوبغاړو ته لارښونه وکړه، چې خپله طبیعي لوبه وکړي؛ خو تر څنګ دې په یوه او دوو منډو اخیستلو هم خواري وکړي، چې یو بل ته یوه او دوه منډې واخیستلی شي.
محمد رمضان په خپله مرکه کې زیاته کړی ده، چې افغان لوبغاړي غټ شاټونه لوبول خوښوي؛ خو روزونکي انضمام الحق په دې کار کوي، چې په لوبډله کې نور مثبت بدلونونه هم راشي.
.jpg)
د ډګر ساتنې روزونکی وايي، چې د انضمام الحق د روزنې لاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې په لوبه کې ډېر مثبت بدلون راغلې دی، چې په ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ولیدل شول.
محمد رمضان همداراز ویلي، چې افغان لوبډله د روزونکي انضمام الحق خبرو ته ارزښت ورکوي، چې له امله یې یو موټي شوي هم دي.
د کرکټ ملي لوبډلې د دغه روزنکي پر باور، له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره په ژبه کې هېڅ ستونزه نه لري، ځکه زیاتره لوبغاړي هم په اردو پوهېږي او هم په انګلیسي ژبه روانې خبرې کولی شي.
دی د یو روزونکي په توګه هیله لري، چې افغانان کرکټ لوبډله ژر تر ژر په نړیوال کرکټ کې د یوې بشپړې غړیتوب لرونکې ټیسټ لوبډلې په توګه راښکاره شي.





