
د سږکال ټپي سرتېرو نړۍوالو سیالیو ته د افغانستان ۸ کسیزه لوبډله نن د افغانستان د ملي دفاع وزارت او غوڅ ملاتړ ماموریت د مسلکي روزونکیو لهخوا د یو لړ غوراوي پړاو سیالیو په ترڅ کې انتخاب شوه.
ټاکل شوې د ټپي سرتېرو ترمنځ د ماته نه منونکیو یا Invictus څلورم پړاو سیالۍ د سږکال په اکتوبر میاشت کې د اسټرالیا په سیډني ښار کې ترسره شي.
په دې سیالیو کې به د افغان لوبډلې په ګډون د ۱۸ غړیو هېوادونو څخه چې په افغانستان کې یې پوځي ماموریت ترسره کړی څه باندې ۵۰۰ لوبغاړي په ۱۳ بېلابېلو ورزشي رشتو کې سیالۍ وکړي.
غوره شوي ۸ افغان لوبغاړي به په ګډه د اسټرالیا په کوربتوب د ټپي سرتېرو په دې پړاو سیالیو کې په وزن اوچتونه، وزن کش کوونې او والیبال سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
د تکړه لوبغاړو لټون او غوراوي لهپاره سیالۍ نن د افغانستان د لوی درستیز، د ملي دفاع وزارت معین او په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي زیمرمین، د غوڅ ماموریت د ګډو ځواکونو قوماندان جان نیکولسن او نورو پوځي چارواکیو په شتون کې پرانیستل شوې.
د غوراوي پړاو سیالیو پرانیستې ته جان نیکولسن وویل، افغان سرتېري د ترهګرو په ځپولو سره نه یوازې د افغانستان ولس او خاوری بلکې د ټولې نړۍ لهپاره خدمت کوي.
نوموړي زیاته کړه ، نړۍواله ټولنه د افغانستان ترشا ولاړه ده او له لوبغاړو یې وغوښتل لومړی د خپل معلول افغان لوبغاړیو له منځه ګټوونکي شي او بیا په اسټرالیا کې د افغانستان بیرغ د اتلولۍ په ګټلو ورپوي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي زیمرمین ټپي افغان سرتېرو ته په خطاب کې وویل، تاسې ډېرې قربانۍ وکړي، دا ستاسې د قربانیو ثمره ده چې افغان ماشوم ښوونځي ته ځي، ښځي بنیادي حقوق ترلاسه کوي او افغانان د خپل راتلونکي لهپاره په رڼو ټاکنو کې برخه اخلي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت مرستیال او لوی درستیز هم له لوبغاړو وغوښتل چې د اسټرلیا په سیالیو کې د افغانستان ښه استازیتوب وکړي او د دغو سیالیو په برابرولو کې یې د غوڅ ماموریت د ګډو ځواکونو له عمومي قومانادان جان نیکولسن او د اسټرالیا هېواد څخه مننه وکړه.
د یادونې ده چې د ټپي جنګیالیو ترمنځ سیالۍ د لومړي ځل لهپاره په رسمي توګه د شهزاد هیري په نوښت په ۲۰۱۴ کال کی د ۱۳ هېوادونو ترمنځ په لندن کې ترسره شوې.
د دغه لوبو په دویم پړاو کې د افغانستان معلولو عسکرو تېرکال د کاناډا په ټورنټو کې دغه سیالۍ وکړې چې په کې افغانستان یو د سپینو زرو او ۱ د برونز مډال وګاټه.
د ټپي سرتېرو ترمنځ د «ماته نه مننونکي» ترنامه لاندې سیالۍ هرکال د افغانستان، اسټرالیا، کاناډا، فرانسې، عراق، امریکا، اکراین، پولینډ، انګلستان، نیوزیلنیډ، اردن، جورجیا، ایسټونیا، رومانیا، جرمني، هالینډ، ډنمارک او ایټالیې د ټپي لوبغاړو ترمنځ په یو غړي هېواد کې ترسره کېږي.
د دغو سیالیو موخه معلولیت ته د نه تسلیمدو پیغام ورکولو ترڅنګ دا هم ده چې د خپل هېواد او ولس لهپاره د دغه هسکرو قربانیو ته په لوړه کچه احترام وشي.





