په خوست کې د کرکټ ۶۰ سلنه لوبغاړي معیاري کرکټ لوبه کوي

په خوست ولایت کې د کرکټ پرمختګ او تکړه لوبغاړو د را ټوکېدو هیلې د دوو معیاري کرکټ لوبغالو له جوړېدو سره نورې هم زیاتې شوي دي.

د کرکټ بورډ له خوا د تېرې میاشتې پرانیستل شوی د کرکټ ملي لوبغالي ترڅنګ په هغه ولایت کې لومړنی کرکټ لوبغالی په شخصي لګښت د نوروز منګل ورور، امیر منګل له خوا جوړ شوی دی.

امیر منګل سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، د دوی او کرکټ بورډ له خوا د جوړو شویو معیاري کرکټ لوبغالو له کبله د دې ولایت ۶۰ سلنه کرکټ لوبغاړي معیاري لوبې کوي او د ټنیس پر ځای د لوبو په مسلکي هارډبال لوبې کوي.

امیر منګل وايي، چې دغه شخصي کرکټ لوبغالی په ۲۰۱۵ کال کې پرانیستل شو او تر اوسه له ۴۰۰ زیاتې بېلابېلې رسمي او غیررسمي کرکټ لوبې په کې شوي دي.

دی وايي، له یو کال راهیسې په دغه شخصي کرکټ لوبغالي کې ۲۸۳ شل اوریزه، ۴۲ پنځوس اوریزه، ۴ څلور ورځنۍ، ۲ درې ورځنۍ او ۱ دوه ورځنۍ کرکټ سیالۍ تر سره شوي دي.

امیر منګل وویل، په دغه لوبغالي کې بېلابېل شخصي ټورنامنټونه، د ښوونځیو او کلپونو او دغه راز د ولسوالیو په کچه ټورنامنټونو په کې جوړ شوي دي.

منګل زیاته کړه، د کرکټ بورډ له خوا د رسمي سیالیو ترڅنګ د ۵۳ تمریني سیالیو، ۳ ولایتي او د شپږیزې ټورنامنټ له پاره د کمپ کوربتوب کړی دی.

دغه زار د افغانستان په بېلابېلو کرکټ ملي لوبډلو کې خوستي لوبغاړي لکه پخوانی کپټان نوروز منګل او نور علي ځډراڼ په څېر لوبغاړي د هېواد له پاره لوبې کوي.

د احسان الله جنت، شاهد الله مندوزي او مجیب په څېر د دی ولایت ځوان لوبغاړي په راتلونکي کې افغانستان ته د اتلولۍ ګټلو له پاره مهم لوبغاړي شمېرل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام