تېره يوه لسيزه کې د افغانستان د ښځينه فوټبال ټيم؛ ۱۱ ګوله وهلي او ۵۱ يې خوړلي

شاوخوا ۱۰ کاله وړاندې د افغانستان د ښځينه‌وو فوټبال لوبډله ډګر ته ووته؛ خو تر اوسه يې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.

جالبه ده چې پوه شئ، د افغانستان د ښځينه‌وو فوټبال لوبډلې يوازې يو ځل په ډله‌ييزو لوبو کې د پاکستان په کوربه‌توب دويم مقام ګټلی دی او له دې پرته نور نه په سيمه‌ييزه او نه هم په نړيواله کچه کومه لاسته راوړنه درلودلې ده.

د افغانستان د فوټبال د فډراسيون رييس یوسف کارگر سلام‌وطندار ته وايي، د افغانستان د ښځينه‌وو فوټبال لوبډلې په ډېرو لوبو کې ګډون کړی دی؛ خو په نړيوالو لوبو کې تش لاس له ډګره وتلي دي.

د افغانستان د ښځينه‌وو د فوټبال ټيم رييس ارزو رحيمي وايي، د ښځينه‌وو د فوټبال ټيم مسوولان تل بدلېږي رابدلېږي چې همدا يې لامل کېږي ترڅو له لوبو کومه ځانګړې پايله ترلاسه نه کړو.

یوسف کارگر د ښځينه‌وو د فوټبال ملي ټيم لپاره د پانګه‌والو د نه ملاتړ نه په نيوکې سره وايي چې فډراسيون د ښځينه‌وو فوټبال لوبډلې لپاره بوديجه نه لري.

د نوموړي په وينا، د ښځينه‌وو د فوټبال ټولې لوبغاړې په افغانستان کې دننه تمرين کوي او که چېرې لوبو لپاره افغاني‌الاصله بهرنۍ لوبغاړې په ټيم کې ولوبېږي د لوبو پايله هرمرو بدلون مومي.

د افغانستان د ښځينه‌وو فوټبال لوبډله لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷کال کې له کورنيو او بهرنيو لوبغاړو جوړه شوه.

ياد ټيم په لومړي ځل په ۲۰۱۰ کال کې په بنګلادېش کې په اسياسيي جام سياليو کې ولوبېد؛ خو ويې نه شو کولای چې په ډله‌ييزه لوبه کې وړاندې لاړ شي.

همداراز د افغانستان د ښځينه‌وو فوټبال لوبډلې په ۲۰۱۴ کال لوبو کې بنګلادېش، مالديف او هند نه په سختو ماتو خوړلو لوبې بايلودې.

همداراز ياد ټيم په ۲۰۱۶ کال کې هم ونه شوای کولای چې د هند، نيپال او بنګلادېش پر وړاندې په لوبو کې کومه لاسته راوړنه ولري چې له ډلې يې د بنګلادېش پر وړاندې يې ۶-۰ ماتې وخوړه او له لوبو بهر شوه.

د افغانستان د ښځينه‌وو فوټبال لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې د اردن پر خلاف په دوه دوستانه لوبو کې هم سخته ماتې وخوړه او اردن ته يې ۶ـ۰ او ۵-۰ لوبې بايلودې.

 د افغانستان ټيم د ۲۰۱۸ کال د نوومبر په ۲۴مه په وروستۍ لوبه کې د اوزبکستان پر خلاف تر ټولو ډېر ګولونه ۲۰ ګوله وخوړل چې دا د افغانستان د ښځينه‌وو د فوټبال په لوبډله کې بې‌مخينې وه.

د افغانستان د فوټبال د فډراسيون د شمېرو له مخې د افغانستان د ښځينه‌وو فوټبال لوبډلې په تېرو لسو کلونو کې ۱۱ ګوله وهلي او ۵۲ ګوله يې خوړلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام