.jpg)
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ایراني روزنکي له لوري له څوو میاشتو تیاریو وروسته له لومړۍ بریا سره ـ سره د سږ کال ساحلي فوټبال نړۍوال جام ته لاره پیدا نهکړای شوه.
د میثم اشتیاني په روزنه کې افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې پهخپل (الف) ګروپ کې د یو بریا او ۲ ماتو وروسته نه یوازې په روانو اسیایي ساحلي فوټبال جام سیالیو کې له مخکې تګ پاتې شوه ترڅنګ یې د سږ کال ساحلي فوټبال نړۍوال جام سیالیو ته په رسېدو کې هم پاتې راغله.
ټاکل شوېده، د سږکال ساحلي فوټبال نړۍوال جام سیالۍ به د ۳ اسیایي لوبډلو په موجودیت کې د امریکا وچې په پرګوایي هېواد په کوربتوب وشي.
د افغانستان او کوربه تایلینډ ساحلي فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د ګروپ وروستۍ لوبه پرون وشوه چې تایلینډ پهکې ۲ د صفر ګول پر وړاندې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د کابل په یخې هوا کې د تمریناتو له کولو سره د تایلینډ په کوربتوب په اسیایي ساحلي فوټبال جام سیالیو کې برخه اخېستې وه.
د یادونې ده چې افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د اسیا ساحلي فوټبال جام په لومړۍ لوبه کې ۳ د ۲ ګولونو پر وړاندې مالیزیایۍ لوبډلې ته له اضافه وخت وروسته ماتې ورکړېوه؛ خو د تایلینډ خلاف له ماتې مخکې یې دویمه لوبه ۳ د ۲ ګولونو پر وړاندې د فلسطین ساحلي فوټبال ملي لوبډلې خلاف بایللې وه.
.jpg)
د افغانستان په ۳ سیالیو کې ۳ لوبغاړیو شهاب علوي، رووف قادري او سمیع محمدي ۵ ګولونه ووهل چې ۳ ګولونه پهکې د مالیزیا او فلسطین خلاف په یوازې ځان سمیع محمدي ووهل.
د افغانستان په موجودیت کې د (الف) ګروپ ۲ مخکښو لوبډلو فلسطین او د افغانستان خلاف له ماتې سره ـ سره د مالیزیا ساحلي فوټبال ملي لوبډلو د روانو اسیایي جام سیالیو ۸ غورو لوبډلو «کوارټرفاینل» پړاو ته ورسېدلې.
د اسیا ساحلي فوټبال جام سیالۍ د روانی مارچ پر ۷مه نېټه د ۱۶ اسیایي ساحلي فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د دې هېواد په پتایا ښار کې پیل شوېدي او د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه به د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسېږي.
د دې سیالیو په پای کې به لومړی، دویم او درېیم مقاموالا لوبډلې د پرګوایي هېواد په کوربتوب د سږ کال ساحلي فوټبال نړۍوال جام سیالیو ته لاره هم پیدا کړي.
د اسیا ساحلي فوټبال جام سیالۍ هر دوه کاله وروسته د یو اسیايي هېواد په کوربتوب کېږي چې افغانستان په خپل ګروپ کې درېیم او ټولټال د ۱۳ لوبډلو په کتار کې ۶م مقام ترلاسه کړیو.
ورته مطالب:
افغانستان د ساحلي فوټبال نړۍوال جامه پاتې شو





