د اروپا فوټبال کلپونو کوارټرفاینل لوبې نن شپه پیلیږي

د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ سیالیو یو بل پړاو به نن شپه په ۲ مهمو سیالیو سره پیل شي.

د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخی، د نن شپی په ۲ سیالیو کې بارسلونا له یونټوس لوبډلې او په بله لوبه کې موناکو له بورسیا ډورټمنډ لوبډلې سره سیالۍ کوي.

د دغه څلورو لوبډلو ترمنځ دنننۍ شپې تګ پړاو لومړۍ سیالۍ به د افغانستان په وخت د شپې ۱۱ بجې او ۱۵ دقیقې ترسره شي.

د بارسلونا او یونټوس لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د یونټوس په کوربتوب په ایټالیه او د موناکو او بورسيا ډورټمنډ سیالۍ به په المان کې د ډورټمنډ په کوربتوب ترسره شي.

د اروپا فوټبال کلپونو په اتلولۍ لیګ سیالیو کې د اروپا په کچه ۳۲ بهترینه فوټبال کلپونو لوبیږي چې ۸ لوبډلو ترې "کوارټرفاینل" ته لاره پیدا کړې ده.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د روان جام ۲ نورو کوارټرفاینل تګ پړاو لوبو کې بیا سبا شپه ۲ نورې سیالۍ هم ترسره شي.

د سبا ورځې په لومړۍ لوبه کې به اسپانوي فوټبال کلپ ریال ماډریډ له الماني کلب بایرن مونیخ سره او انګلستانی کلب لېسټر سیټي له اسپانوي کلب اټلاټیکو ماډریډ سره "سیمي فاینل" ته د رسطدو د "تګ" پړاو لومړۍ لوبه وکړي.

د نن شپې او سبا شپې له لوبې وروسته به دغه لوبډلې د روانې اپریل میاشتې په ۱۸ او ۱۹ نېټه به نیمه‌پای لوبو ته د رسېدو په موخه په "راتګ" پړاو کې هم لوبې ترسره کړي چې ۴ مخکښې او ګټونکې لوبډلې به ترې د روان جام ؛سیمي فاینل؛ ته لاره پیدا کړي.

له دې وروسته به د دغو سیالیو د "تګ" نیمه‌پای لوبې د مې میاشتې په دویمه او درېیمه نېټه او د نیمه‌پای لوبو "راتګ" پړاو لوبې به د مې په ۹ او ۱۰ نېټه ترسره شي، چې د جون په ۳ نېټه به اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسېږي.

تراوسه د اروپا فوټبال کلپونو په روان جام سیالیو کې د بارسلونا لوبډلې لوبغاړی لیونیل میسي په ۱۱ ګولونو مخکښ ګول وهونکی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام