.jpg)
د افغانستان د ولسمشر محمداشرف غني د فرمان په اساس نن د کرېکټ بورډ سلاکار عزیزالله فضلي د عاطف مشعل پر ځای د کرېکټ بورډ د نوي مشر په توګه کارکوونکیو ته معرفي شو.
کارکوونکیو ته د نوي مشر د ور پیژندلو او د عاطف مشعل سره د مخه ښې په موخه برابرې شوې غونډې کې عزیزالله فضلي وویل چې له ځانګړي پلان سره یې د کرېکټ بورډ چیلینجي دندې ته غاړه ورکړېده.
د ښاغلي فضلي په وینا، نوموړی به د افغانستان کرېکټ پریمیرلیګ د ټولو تړونونو او پروسې د ارزیابۍ په موخه کمېټه جوړه کړي چې د دې پروسې شفافیت تضمین شي.
نوموړي دغه راز وویل، د افغانستان د کرېکټ میدانونه به په نړۍوال معیار برابر کړي او هم به په کرېکټ بورډ کې تکړه کارکوونکي وستایي.
د بورډ نوي مشر زیاته کړه، په افغان کرېکټ ملي لوبډله کې باید د یو بل ټکولو فرهنګ ختم شي او لوبغاړي باید خپلو لوبو ته پام وکړي.
د عزیزالله فضلي په وینا، د افغانستان کرېکټ بورډ اوسنی تشکیل به ارزیابي کړي او له مخې به یې پرېکړه وکړي او هحه به وکړي چې ژمنې عملي کړي.
.jpg)
دغه راز پخواني مشر عاطف مشعل له خپلو کارکوونکیو مننه وکړه چې ۲۲ میاشتې یې ورسره د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ په موخه ګوزاره وکړه او له دوی یی وغوښتل چې له نوي مشر سره په صداقت کار ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه راز له نوي مشرتابه وغوښتل چې د ایشیا کپ ګټل د افغانستان د نوم او کرېکټ لهپاره بهترین فرصت دی او باید ځانګړی پام ورته وشي.
عاطف مشعل دغه راز وویل چې راتلونکی کال افغان کرېکټ ملي لوبډله د انګلستان په کوربتوب په نړۍوال جام کې لوبېږي او دا ځل باید یوازې ګډون ونهکړو، بلکې لوبې هم وګټو.
د کرېکټ بورډ پخواني مشر دغه راز په خبرو کی هېواد کې د کرېکټ د پرمختګ په موخه د ټولو کارکوونکیو ترڅنګ د اجرایوي مشر شفیقالله ستانکزي، غوراوي کمېټي، رسنیو او کرېکټ نړۍوالې شورا څخه مننه وکړه او یادونه یی وکړه چې داسې یوه اداره تر شا پرېږدي چې په پښو ولاړه ده او د ولسمشر په شمول به پری ټول ولس وویاړي.
نوموړي دغه راز له افغان کرېکټ ملي لوبډلې له لوبغاړیو هم وغوښتل چې د ده په څېر د افغان ولسمشر د پرېکړې احترام وکړي او د نورو کیسو پر ځای یوازې خپلو لوبو ته پام واړوي.
دا پهداسې حال کې ده چې د کرېکټ ملي لوبډلې تېز ټوپاچوونکي شاپور ځدران نن پهخپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې نه یوازې نوی ګومارل شوی مشر عزیزالله فضلي مني، بلکې اجرایوي مشرشفیق الله ستانکزی هم باید له دندې ګوښه شي او باید د اصلاحاتو لهپاره بنیادي بدلولونه رامنځته شي.




