.jpg)
ټاکل شوېده د افغانستان د معلولانو کرکټ ملي لوبډله روانه میاشت د یو لړ نړیوالو ۲۰ اوریزو سیالیو لهپاره هندوستان ته سفر وکړي.
د سپورټ سټار لایف وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان او هندوستان د معلولانو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د می میاشتې پر ۲۲ مه نېټه پیل شي.
د افغانستان په کرکټ بورډ کې د معلولانو کرکټ څانګې مسوول عبدالمنان مسعود سلام وطندار ته د سیالیو پخلی وکړ.
د نوموړي پر وینا، افغان لوبډله به د می پر ۲۰مه هندوستان ته سفر وکړي او د می میاشتې پر ۲۲مه، ۲۳مه او ۲۴مه نېټه به پلان شويو ۳ شل اوریزو لوبو کی د نوي ډهلي په ګریټر نویډا کرکټ نړیوال لوبغالي کې د کوربه لوبډلې پ خلاف لوبې وکړي.
.jpg)
د مسعود په خبره، سیالۍ به مازیګر ۵ بجې پیلېږي.
افغان او هندي معلولانو کرکټ ملي لوبډلې مخکې هم لوبېدلې دي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې افغانستان او هندوستان په کومه کچه په هندوستان کې د کرکټ ۲ اړخیزه کرکټ سیالۍ یو سیریز برابروي.
هندي کرکټ ملي لوبډلې تېر کال د ۳ شل اوریزو لوبو لهپاره افغانستان ته سفر وکړ، چې افغانستان پهکې ۲ د ۱ بریا پر وړاندې د اتلولۍ جام وګټلو.





