افغانستان ته د کرکټ نړېوالې شورا بشپړ غړیتوب ورکړل شو

افغانستان ته د کرکټ نړېوالې شورا له خوا د دغه شورا بشپړ غړیتوب ورکړل شو، چې په دې سره په ټسټ لوبو کې د افغان کرکټ لوبغاړو د لوبېدو خوب هم ريښتیا شو.

له دې وروسته به افغانستان کرکټ بورډ ته د کال شاوخوا ۵ میلیونه ډالره ورکول کيږي او د پخوا په پرتله به يې د نړۍ له نورو ټیمونو سره د لوبو کولو چانس هم زیات شي.

د راپورونو له‌مخې په دې سره به د افغانستان کرکټ بورډ د پخوا په پرتله خورا غښتلی شي او د لوبغاړو د ظرفیت لوړولو په برخه کې به موثر ګامونه واخلي.

د کرکټ د پرمختګ له‌پاره د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نویو لوبغالو جوړول، د ملي لوبغاړو د پياوړي کولو له‌پاره په بېلابېلو برخو کې د روزنکو ګومارل او نور شامل وي.

که څه هم د کرکټ نړېوالې شورا پخوا پر افغانستان دا شرط ايښی و، چې باید ښځينه کرکټ ټيم رامنځ ته کړي او بیا به بشپړ غړیتوب ورکړي، خو د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان کرکټ بورډ دوی ته قناعت ورکړی، چې د افغانستان په شان په یو اسلامي او سنتي هېواد کې اوس‌مهال د ښځينه‌و کرکټ ټيم جوړول له امکانه لرې خبره ده.

د دفاع پرمهال د افغانستان کرکټ بورډ څخه د هندوستان او انګلستان هېوادونو د کرکټ بورډ مسوولینو له‌خوا ځينې سوالونه هم شوي دي.

همدارنګه د افغانستان سره ایرلنډ هېواد هم بشپړغړیتوب ترلاسه کړی دی.

له دې سره د کرکټ په نړېواله شورا کې د بشپړ غړیتوب لرونکو هېواد شمېر ۱۲ ته ورسيد، چې افغانستان او ایرلنډ پکې وروسته له ۲۹ کلونو ور زیات شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام