
د اسیا فوټبال فدراسیون " AFC" د ۲۰۱۶م کال د اسیا فوټبال غوره ستورو ته د کاندید شویو لوبغاړو تیاری شوی نوملړ خپور کړ.
ټاکل شوې، څو ورځې وروسته د اسیال فوټبال غوره لوبغاړو د ټاکنې مراسم د اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره شي.
د نارینه فوټبال په برخه کې له اماراتو عامر عبدالرحمان، له عراق څخه حمدی احمد الدعا او د اسیا فوټبال ښځینه لوبغاړو به برخه کې له چین نه اوتان رویین، له اسټرالیا کایتلین فورډ او لیزاده وانا د اسیا غوره فوټبال لوبغاړو د کاندیانو لیست ته معرفي شوي دي.
همدا زار د نارینه فوټبال بهترینه لوبغاړو په برخه کې له سویلي کوریا څخه چوی کانګ هایه، ماکوتوتګواراموري او اتسوشي اچیاما له جاپان او د ښځینه فوټبال لوبغاړو په برخه کې بیا چان یونګ تین له هانګ کانګ، میو اوکاموتو له جاپان او ری اون سوک له سویلي کوریا د ۲۰۱۶ کال د اسیا فوټبال د غوره ستورو ټاکلو نوملړ له پاره ورپېژندل شوي دي.





