د کابل ښځینه باولینګ لوبډله انتخاب شوه

په کابل کې د لومړي ځل له‌پاره د افغانستان باولینګ فدراسیون له‌خوا ښځینه باولینګ لوبډلې د غوراوي په پار سیالۍ وشوې چې ۱۶ ښځینه لوبغاړیو په‌کې برخه اخېستې وه.

یادې سیالۍ نن د دې فدراسیون د مسوولانو، د افغانستان المپیک ملي کمېټي او بدني روزنې رییس حفیظ‌الله ولي رحیمي او د افغانستان کرکټ بورډ د مشر عاطف مشعل په موجودیت کې د کابل په یو شخصي «باولینګ کلپ» کې پرانېستل شوې.

د افغانستان باولینګ فدراسیون د معلوماتو له‌مخې، په لومړي پړاو غوراوي پړاو سیالیو کې زحل‌بیات د ۱۵۰ امتیازونو په اخېستلو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.

دغه راز الاهه انوري په ۱۴۷ امتیازونو سره دویم او مهر مرسل بیا د ۱۲۳ امتیازونو په ګټلو سره د ګډونوالو لوبغاړیو په کتار کې درېیم مقام ترلاسه کړ.

د کابل باولینګ لوبډلې د غوراوي سیالۍ یو ورځ دوام وکړ چې په پای کې ترې ۶ ښې لوبغاړې د کابل لوبډلې له‌پاره انتخاب شوې.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، ګډونوالو ۱۶ لوبغاړیو د کابل ښځینه باولینګ لوبډلې ته د لارموندنې په پار په ۴ جلا ـ جلا ګروپونو کې سیالۍ وکړې.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د باولینګ فدراسیون له‌خوا تېره اوونۍ د یوې ورځې سیالیو په پای کې د ۳۲ لوبغاړیو په کتار کې ۶ لوبغاړیو د کابل نارینه باولینګ ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړه.

په همدې حال کې د افغانستان د باولینګ فدراسیون مشر ادریس فاروقي وایي، ټاکل شوې‌‌ده، د افغانستان باولینګ ملي لوبډله په راتلونکې یوې میاشت کې د هانګ کانګ په کوربتوب په اسیایي باولینګ سیالیو کې ګډون وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام