ټاکل شوې ده، چې د پاکستان په کوربتوب د ګونګیانو کرکټ لوبډلو ترمنځ په اسيايي کپ کرکټ سیالیو کې سبا (۲۰۱۵ زېږديز کال/ اپرېل ۲۳) افغانستان دویمه لوبه ترسره کړي.
افغانستان به د دی سیالیو دویمه لوبه سبا سهار له د فاعي اتلې هندوستان سره په لاهور کې ترسره کړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې، چې افغانستان له کوربه پاکستانۍ لوبډلې سره ترسره کړه، پکې افغانستان په ۱۰ ویکټو ماتې وخوړه.
په دې سیالیو کې به د افغانستان ترڅنګ د کوربه پاکستان، هندوستان او سریلانکا لوبډلې هم برخه لري.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په روانو سیالیو کې به هره یوه لوبډله په لیګ بڼه د نورو لوبډلو سره ولوبیږي او دوه مخکې لوبډلې به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د اتلولۍ له پاره ولوبېږي.
دیادونې وړ ده، چې د دې سیالیو د اتلولۍ جام اوسمهال له هندۍ لوبډلې سره دی، چې تېرکال یې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د پاکستان په کوربتوب کوربه لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
د پاکستان په کوربتوب د یوې اونۍ په دې اسیایي کرکټ سیالیو کې د افغان لوبډلې روزنه د معلولو کرکټرانو د څانګې مسوول عبدالمنان مسعود او پخواني ملي کرکټر او د کرکټ بورډ د ټاکوونکي ډلګۍ غړی خالقداد نوري پر غاړه لري.





