
دواړو د اروپا په سفر کې د سکاټلینډ خلاف په لومړۍ نړیواله ۵۰ اوریزه لوبه کې د ۵ مې ویکټې له پاره د افغانستان کرکټ تاریخ تر ټولو اوږده ملګرتیا وکړه.
د کریک انفو وېبپاڼې د معلوماتو له مخې رحمت شاه زرمتي او نجیب الله ځدران ترمنځ د کپتان اصغرستانکزي له سوځېدو وروسته د ۱۵۶ منډو ملګرتیا شوه، چې د ۵۰ اوریزه لوبو ترټولو اوږده او په نړیواله کچه ۲۴ مه اوږده ملګرتیا وشمېرل شوه.
د افغانستان د بېټینګ منځنۍ لیکه تر ټولو کمزورې برخه شمېرل کېده او له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې افغانستان نړیوالې ۵۰ اوریزه لوبې پیل کړي، تراوسه یې دومره ستره ملګرتیا نه وه شوې.
د افغانستان له پاره په نړیوالو ۵۰ اوریزه لوبو کې ترټولو سترې ملګرتیا ریکارډ بیا د دویمې ویکټې له پاره کریم صادق او شهزاد محمدي په ۲۰۱۰ کال کې د همدې کوربه سکاټلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف یې ۲۱۸ ناسوځیدلې منډې په ګډه جوړې کړې وې.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د اروپا سفر د سکاټلینډ خلاف یوه بهترینه لوبه پیل کړ، چې منځني بېټسمین رحمت شاه زرمتي د خپل نړیوال کرکټ لومړۍ سلیزه جوړه کړه او په ۱۲۳ بالونو یې د ۸ څلوریزو او ۱ شپږیزې په مټ پوره ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
رحمت شاه زرمتی د شهزاد محمدي ، کریم صادق ، نوروزمنګل، نورعلي ځدراڼ، عثمان غني او نبي عیسی خېل وروسته د افغانستان د کرکټ ۷ م بېټسمین شو، چې د افغانستان له پاره یې په خپله ۹ مه ۵۰ اوریزه لوبه کې سلیزه جوړه کړه.
رحمت شاه زرمتي هغه مهال لوبې ته راښکته شو، چې افغانستان په ۳۹ منډو کې خپل دویم اوپنر لوبغاړې شهزاد محمدي د ۲۶ منډو په جوړولو له لاسه ورکړ او اعتمادي لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه.
په دې لوبه کې نجیب الله ځدران د ۵۲ بالونو په لوبولو ۹ څلوریزې او ۵ شپږیزو ووهلې، چې ټولټال یې ۸۷ منډې جوړې کړي.
ټاکل شوې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله به د سکاټلینډ سفر وروستۍ ۵۰ اوریزه لوبه سبا د افغانستان په وخت ماسپښین ۲ بجې او ۱۵ د قیقې په ګرینج کرکټ لوبغالي کې تره سره کړي.





