افغان کرکټ لوبډلې د غوره لوبډلو ۱۰ مقام له لاسه ورکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په خپل کوربتوب د مېلمه زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې له خوا له یوې بلې ماتې سره مخ شوه.

د افغانستان توپ وهونکي یو ځل بیا ناکام شول، چی ټوله لوبډله د زمبابوی له خوا د ۲۲۶ منډو په ځواب کی په ۱۶۱ منډو وسوځېدل.

زمبابوی افغانستان ته په څلورمه نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ کې په ۶۵ منډو ماتې ورکړه او په دې سره یې روانې سیالۍ په دوه دوه بریاوو مساوي کړې.

اوپنر چامو چبابا لومړی نیمه سلیزه او بیا یې ۴ وېکټې ترلاسه کړلې، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

ټاکل شوې ده، د دواړو لوبډلو ترمنځ به وروستۍ پنځمه پنځوس اوریزه لوبه د راتلونکې چهارشنبې پر ورځ د اتلولۍ د ترلاسه کولو په موخه پای لوبه او پرېکړه کوونکې لوبه کوي.

د زمبابوی پر خلاف په خپل کوربتوب د سر په سر ۲ بریاوو وروسته ګټل شوی مقام افغانستان له لاسه ورکړ، چې د سمیع الله شینواري پر ځاې په کې د نېږدې ۲ کلن انتظار وروسته کریم صادق ته د لوبېدلو چانس ورکړل شو.

دغه مقام د کرکټ نړیوالې شورا سر بشپړغړیتوب لرونکې زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې ترلاسه کړ، چې څه موده وړاندې ترې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې نیولی و.

د یادونې وړ ده، چې د کرکټ نړۍ لسم مقام افغانستان روانه اونۍ ترلاسه کړی وو، چې یواځې ۲ ورځې له افغانستان سره پاتې شو.

په څلورمه نړیواله لوبه کې دولت ځدران او راشد ارمان شینواري درې – درې، خو حمزه هوتک او میرویس اشرف دوه – دوه وېکټې ترلاسه کړې.

دغه راز په توپوهنه کې د افغانستان له پاره شهزاد محمدي ۴۵ او ځوان حشمت الله شهیدي ۳۱ منډې جوړې کړې، خو پاتې نورو لوبغاړو له ۱۸ څخه زیاتې منډی جوړې نه شوې کړای.

همدارنګه په دې سیالۍ کې د افغانستان له خوا دولت ځدران حمید حسن شا ته پرېښود او په ۵۵ وېکټو د افغانستان کرکټ تاریخ تر ټولو مخکښ وېکټ اخیستونکې بالر شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام