
دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور الرونډر ګلبدین نایب د خپل نړیوال کرکټ غوره لوبه د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې وروستۍ پنځمې نړیوالې سیالۍ ته ساتلی و.
نوموړي شاوخوا یو کال انتظار وروسته لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه ترسره کړه، د نړیوال کرکټ لومړۍ نیمه سلیزه یې جوړه کړه.
ګلبدین د ۸۲ ناسوځېدلو منډو په مټ یې افغانستان د زمبابوې خلاف په وروستۍ لوبه کې د ۲ سره په سر ماتو وروسته بریا ته ورساوه او د اتلولۍ جام یې افغانستان ته وګاټه.
د بیګا شپې په سیالۍ کې افغانستان د ګلبدین د تاریخي لوبې په مټ د زمبابوی لخوا د همیلټن مساکدزا سلیزه په اوبو لاهو کړه او د ۲۴۹ منډو هدف د لوبې په وروستي اور څلورم بال د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.
د افغانستان له پاره په لوبه کې ځوان راشد ارمان هم له ګلبدین نایب سره غوره ملګرتیا وکړه، چې د حشمت الله شهیدي د ۳۰ ، نبي عیسی خیل د ۲۶ او شهزاد د ۲۵ منډو وروسته یې د خپل نړیوال کرکټ زیاتې ۳۱ منډې جوړې کړې.
د دې وړاندې د زمبابوی له پاره همیلټن مساکدزا د خپل نړیوال کرکټ څلورمه سلیزه جوړه کړه، چې د ۱۱۰ منډو په مټ یې زمبابوې لوبډله د حمزه هوتک د ۳ ویکټو په مټ په وروستي اور کې په ۲۴۸ منډو وسوځېده.
په دې بریا سره افغانستان د سر په سر دوهم ځل له پاره د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې بشپړ غړیتوب لرونکې زمبابوی لوبډلې ته د پنځوس اوریزه لوبو په سیریز کې ماته ورکړه او ۳ د ۲ بریاوو په وړاندې یې د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

په بریا او اتلولۍ سره افغانستان په یوه اونۍ کې د دویم ځل له پاره د کرکټ نړیوالی شورا په درجه بندۍ کې یو ځل بیا لسم مقام ته ورسیده.
د سیالیو په پاې کې ګلبدین نایب د خپل نړیوال کرکټ په غوره لوبه چې ۶۸ بالونو یې د ۳ څلوریزو او ۶ شپږیزو په مټ یې ۸۲ منډې ترلاسه کړې د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړې اعلان شو.
دغه راز د سیالیو په پاې کې شهزاد محمدي ته په سیالیو کې د زیاتو څلوریزو او شپږیزو جایزه او د سیریز غوره لوبغاړې جایزې ورکړل شوې.
همدا ډول د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د غوره بالر جایزه حمزه هوتک ته او د ډېرو۲۶۶ منډو جایزه بیا د زمبابوی لوبغاړي همیلټن مساکدزا ته ورکړل شوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به د ۲ شل اوریزه لوبو لړۍ سبا د جمعې په ورځ د افغانستان په وخت د شپې ۸ نیمې بجې په شارجه کرکټ نړیوال لوبغالي کې به پیل شي.






