کریس ګیل: سوداګریز کرکټ لیګونه زما په ګډون شهرت مومي

دویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې بې رحمه اوپنر بیټسمین کریس ګیل په داسې حال کې له اسټرالیا سره مخه ښه وکړه، چې انتقاد کوونکي یې ښه وڅنډل.

د ملبورن رینیګډز لوبډلې لوبغاړي ګیل زیاته کړه، چې د اسټرالیا (بیګ باش) سوداګریزې او د نړۍ  مشهوره کرکټ لیګونه د ده په موجودیت کې شهرت مومي او د ده په لوبو ژوندي پاتې دي.

د کریس ګیل په وینا، اسټرالیا یې د خوښې هېواد دی.

دی وايي، چې راتلونکی کال د یو لوبغاړي په توګه نه، بلکې د یو نندارچي په څېر به اسټرالیا ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرکټ یو شمیر کارپوهانو او انډریو فلنټوف او کریس روجرز په څېر پخوانیو لوبغاړو له یوې اسټرالوۍ خبریالې سره د کریس ګیل غیراخلاقي خبرو په غبرګون کې له (بیګ باش) سیالیو څخه د کریس ګیل د ویستلو غوښتنه کړې وه.

د ده پر وینا، که دا یې په اسټرالیا کې وروستۍ لوبه هم وي، نو ډاډه دی، چې د اسټرالیا او کرکټ مینه والو په زړونو کې به د تل له پاره ځای ولري.

دیادونې وړ ده چې کریس ګیل د تل په څېر له اسټرالیا کورنیو سوداګریزو (بیګ باش) شل اوریزه لوبو سره په ریکارډ نیمه سلیزې مخه ښه وکړه.

کریس ګیل د یوراج سینګ ۸ کلن ریکارډ را ژوندي کړ، چې په ۱۲ بالونو یې نیمه سلیزه پوره کړه خو لوبډله یې دروان جام دویم پړاو (نیمه پاې) لوبو ته ونشوه رسولې.

ګیل زیاتوي، چې زیات شمېر داسې لوبغاړي پېژني، چې مخامخ ورسره خاندي خو کله چې  له سختیو سره مخ شي، نو د ده پر حق کې بیا یوه خبره نشي کولای.

اوسمهال د ویسټ انډيز کرکټ بورډ او کریس ګیل ترمنځ ستونزې روانې دي او له همدی کبله د روان کال (کنټرکټ) څخه هم بې برخې شوی.

کریس ګیل د خپلې کرکټ ملي لوبډلې په پرتله زیات د نړۍ په سوداګریزو سیالیو کې لوبیږي او په څپل بې رحمه او تفریحي لوبې سره نه یواځې په نړیواله کچه بې شمېره مینوال ترڅنګ د شل اوریزه لوبو مخکښ لوبغاړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام