افغانستان د ماراتن نړېوالو سیالیو څلورمې دورې اتلولي وګټله

یادې سیالۍ پرون د ۱۰ هېوادونو ۴۰۰ ښځینه او نارینه لوبغاړو په ګډون په بامیان ولایت کې پیل شوې چې د ماراتن برخې افغان نارینه لوبغاړو په بریا پای ته ورسېدې.

د ماراتن لوبې جوړوونکو په وینا، دغو سیالیو کې د امریکا، فرانسې، هانکانګ، انګلستان، ناروې، ارجنټاین، افغانستان او یوشمېر نورو اروپايي هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی و.

د دغو سیالیو لوبغاړي لومړی په دوو ډلو ووېشل شول چې د لومړنۍ ډلې یې د بندامیر شاوخوا ۴۲ کیلومتره لار ووهله چې د نارینه‌وو ډله کې کریم یاقوت د افغانستان په استازولۍ لومړی مقام او سم لینچ د امریکا په استازولۍ دویم مقام وګاټه.

د ښځينه‌وو ډله کې بیا امریکایۍ مور او لور لومړی او دویم او د افغانستان په استازولۍ بیا بېګم درېیم مقام وګاټه.

دویمې ډلې هم ۱۰ کیلومتره منډه وکړه چې طاهر، مرتضا او سیدغفور د افغانستان په استازولۍ لومړی، دویم او درېیم مقامونه وګټل.

د دغو سیالیو جوړونکی ګل‌حسین بای‌زاده وايي، د یادو سیالیو جوړولو موخه یې د لوبغاړو ترمنځ غمرازي او بامیان ولایت ته د بهرنیو ګرځندویانو پام را اړول دي.

د بای‌زاده په وینا، په جوړو شویو سیالیو کې د افغانستان او څو نورو هېوادونو ۲۰۰ ښځینه لوبغاړو ګډون کړی و.

د دغو سیالیو یوه ګډونواله طیبه اکبري چې د هرات ولایت ده وایي، یاد ولایت کې له ښځو سره توپیري چلند کېږي، پرسړکونو سپورټ کولی نه‌شي او د لوبو له‌پاره له نورو لوبغاړو سره له ښاره دباندې ځي.

په همدې حال کې د ماراتن سیالیو اتل کریم یاقوت وايي، څو ځله یې په اړونده برخه او بېلابېلو واټنونو کې لومړی مقام ګټلی دی.

نوموړی زیاتوي چې په پرونۍ سیالۍ کې یې ۴۲ کیلومتره واټن په ۳ ساعتونو او ۳۷ دقیقو کې وهلې او لومړی مقام یې ګټلی دی.

بامیان ولایت د هېواد مرکزي ولایتونو په ډله کې امن ولایت دی چې ښکلې، تاریخي او طبعي منظرې لري او همدا لامل دی چې د ګرځندويۍ له‌پاره د هېواد په کچه تر ټولو مهم ځای بلل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام