د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ۴م کرکټ سیریز نیټه اعلان شوه

په پام کې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله یو ځل بیا زمبابوې هېواد ته سفر وکړي.

د معلوماتو له‌مخې د روان (۲۰۱۷ کال د فیبرورۍ په ۱۶مه نېټه) به د افغانستان او د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پنځه ۵۰ اوریزه سیالۍ پېل شي.

د کریک انفو ویبپاڼې لیکلي، چې د دغه سفر دویمه لوبه به د فیبرورۍ په ۱۹ مه، درېیمه په ۲۱مه ، څلورمه په ۲۴ مه او د سفر وروستۍ لوبه به د فیبرورۍ په ۲۶ مه نیټه ترسره شي.

ویل کیږي، چې زمبابوې کرکټ بورډ هڅه کوله د سریلانکا سفر وړاندې خالي وخت په نړیوالو لوبو ډک کړي او له همدې کبله افغانستان سره د لوبو په برابرولو کې بریالی شو.

د زمبابوې کرکټ بورډ له‌خوا افغانستان سره د پلان شويو سیالیو د مهالویش له مخې به ټولې ۵ واړه سیالۍ په "هراری لوبغالي" کې د افغانستان په وخت غرمه ۱۲ بجې ترسره شي.

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د ۵ نړیوالو سیالیو مهالویش داسې مهال اعلانیږي، چې د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډله هم زمبابوې ته رسیدلې ده او ټاکل شوې ده د ۵ غیر رسمي ۵۰ اوریزه لوبو لومړۍ به د راتلونکې شنبې په ورځ پیل کړي.

د افغانستان زمبابوی کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د لومړي ځل له‌پاره د ۲۰۱۴ کال جولای میاشتې په ۱۸ مه نیټه د تاریخ لومړۍ ۵۰ اوریزه نړیواله لوبه ترسره شوه، چې کوربه لوبډلې زمبابوې وګټله.

دغه راز د دواړو لوبډلو ترمینځ وروستۍ نړیواله سیالۍ تیرکال د جنورۍ په ۶ مه نیته په شارجه کې وشوه، چې په‌کې ګلبدین نایب د ۸۲ ناسوځیدلو منډو په مټ د اتلولۍ جام وګاټه.

افغانستان په داسې حال کې د زمبابوی پر وړاندې د څلورم ځل له‌پاره دوه اړخیزه کرکټ سیالۍ کوي، چې تراوسه افغانستان پر دغه ټيم برلاسه دی.

د دواړو لوبډلو ترمینځ تراوسه ۱۴ پنځوس اوریزه لوبې ترسره شوي چې ۸ افغانستان او ۶ لوبې بیا زمبابوې لوبډلې ګټلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام