د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې د یوې هر اړخیزې لوبې وروسته په ډیره اسانۍ سره سرسخته نیپالۍ لوبډله هم له ماتې سره مخ کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې چې د مالیزیا په کوربتوب د اسیا (پریمیر) کپ پنځوس اوریزه لوبو په دریمه ورځ نن افغانستان له نیپال سره لوبه وکړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې په نننۍ سیالۍ کې لومړی افغان بالرانو ضیا الرحمان او پرویزملکزي ښکلی بالینګ وکړ چې درې. درې لوبغاړي یې وسوځول او نیپال لوبډله یې په ۱۲۳ منډو وسوځوله.
کرکټ بورډ لیکي چې د هدف ترلاسه کولو په موخه افغان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې ښکلې لوبه وکړه چې د ناصرخان او حضرت الله ځاځي د نیمه سلیزو په مټ یې ټاکل شوی هدف په ۲۵ اورونو کې بغیر له کوم زیان څخه ترلاسه کړ.
خبرپاڼه زیاتوي چې چپ لاسي ورو توپ اچوونکي ضیا الرحمان په ښکلي بالینګ سره د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
دیادونې وړ ده چې روانو سیالیو کې افغانستان په لومړۍ لوبه کې کویټ لوبډلې ته هم په اسانۍ سره په ۸ ویکټو ماتې ورکړې وه.
د ټورنامنټ د مهال ویش له مخې ټاکل شوې ده افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به خپله راتلونکې دریمه لوبه د اګست په یو دیرشمه نیټه د راتلونکې دوشنبې په ورځ له عربي متحده اماراتو کرکټ لوبډلې سره ترسره کړي.
په روان ټورنامنټ کې د سر په سر دوه سترو بریاوو وروسته افغانستان اوسمهال د ګډون کوونکو لوبډلو په کتار کې لومړی مقام لري.
په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د مالیزیا، کویټ، نیپال، عربي اماراتو او سعودي عربستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې لوبیږي.
دغه سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۸ مه نیټه پرون پیل او ټاکل شوې ده د راتلونکې پنج شنبې په ورځ د سبټمبر په دریمه نیټه داتلې لوبډلې په پیژندلو سره پای ته ورسیږي.





