د کرکټ ملي لوبډلې روزنیز کمپ دویمه لوبه پیل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا کرکټ ملي لوبډلې لپاره روزنیز کمپ په ننګرهار ولایت کې روان دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روان روزنیز کمپ په ترڅ کې د لوبغاړو ترمینځ دویمه څلور ورځنۍ تمریني سیالۍ په غازي امان الله خان کرکټ نړیوال لوبغالي کې روانه ده.

د روانو سیالیو لومړۍ لوبه د جاوید احمدي په کپتانۍ کې د نبي عیسی خیل د ښکلې بالینګ ۱۰ ویکټو او ناصرجمال د سلیزې په مټ د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې ګټلې وه.

کرکټ بورډ وایي چې د روان روزنیز کمپ او تمریني سیالیو موخه د سکاټلینډ خلاف د راتلونکې جون میاشتې په ۲ مه نیټه کېدونکي څلور ورځنۍ (انټرکانټینینټل) کپ سیالۍ ته چمتووالی دی.

په دې روزنیز کمپ کې د کرکټ ملي لوبډلې ټول هغه ۲۱ تنه لوبغاړي له یو شمیر نورو کورنیو کرکټرانو سره برخه لري چې د انټرکانټینینټل کپ سیالیو لپاره کرکټ بورډ غوره کړیدي.

افغان کرکټ بورډ پلان لري چې له همدې ۲۱ کسیزې لوبډلې څخه به د روانې میاشتې په وروستیو کې د کرکټ بورډ د ټاکوونکي ډلګۍ لخوا دهر اړخیزې څارنې وروسته ۱۵ کسیزه کرکټ ملي لوبډله سکاټلینډ خلاف سیالۍ ته غوره او ولیږي.

تراوسه د سکاټلینډ سفر لپاره په لوبډله کې د کوم استثنایي حالت پرته د کپتان اصغرستانکزي او مرستیال کپتان جاوید احمدي د لوبیدو سل  په سلو کې چانس شته ځکه دواړه د ملي لوبډلې کپتان او مرستیال نومول شوي دي خو داچې د سکاټلینډ خلاف سیالۍ ته له ۲۱ کسیزې لوبډلې څخه کوم لوبغاړي غوره کېږي ډیر ژر به معلوم شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام