نبي عیسی خیل اخر هم په (بی پی ایل) کرکټ سیالیو کې راښکاره شو

افغان کرکټ لوبغاړی نبي عسیی خیل نن (سه شنبه) د رانګپور رایډرز لوبډلې په ګټه په روان دریم پړاو شل اوریزه سوداګریزو کرکټ لیګ سیالیو کې د لومړي ځل له پاره د لوبیدو چانس ترلاسه کړ.

که څه هم په شل اوریزه کرکټ کې لومړی توپ اچونه کول او بیا د یوه سپنربالر له پاره ډیرستونزمن کار وي خو دغه کار افغان لوبغاړي په بې سارې توګه ترسره کړ.

په سیالۍ کې افغان ال راونډر نبي عیسی خیل له ویسټ انډيزي ال راونډر ډیرن سمي سره په ګډه لومړی بال ترسره کړ چې ښه وځلید.

نبي عیسی خیل په ۴ اورونو کې د ۱۷ منډو په ورکولو سره خپله سیاله د کومیلا ویکټورینز لوبډله له غټ هدف او چټک پیل څخه ایساره کړه.

نبي عیسی خیل په بهترینه بالینګ سره د سیالې لوبډلې اوپنر بیټسمین او کپتان تمیم اقبال له نیمه سلیزې هم ایسار کړ چې په ۳۶ منډو یې وسوځوه.

په سیالۍ کې کومیلا ویکټورینز لوبدله په پوره شل اورونو کې تر ۱۱۱ منډو رایساره کړای شوه چې ټاکل شوی هدف د نبي عیسی خیل په شتون کې رانګپور رایډرز لوبډلې ترلاسه کړ او په روانو لوبو کې یې په یوې بلې بریا سره مخکیوالی وساتي.

په توپ وهنه (بیټینګ) کې افغان لوبغاړي نبي عیسی خیل ته د لوبې کولو اړتیا پیښه نه شوه.

دیادونې وړ ده چې دا دویم ځل دی، چې د افغانستان څخه محمد نبي عیسی خیل د بنګله دیش سوداګریزو شل اوریزه کرکټ لوبو ته غوره کیږي.

نوموړي تیرځل په ۲۰۱۳ م کال سیالیو کې هم برخه اخیستې وه چې په بهترینه لوبو سره یې خپله (سلهیټ لوبډله) ان ترنیمه پای لوبو پورې هم رسولې وه.

دیادونې وړ ده چې پخوانی افغان کپتان محمد نبي عیسی خیل؛ نه یواځې دافغانستان په کچه بلکې په نړیواله کچه یو بهترین لوبغاړی شمیرل کیږي چې اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا په یو ورځنیو سیالیو کې د کرکټ نړۍ د غوره (ال راونډرانو) په ډله کې ۷ م مقام لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام