د حمید حسن پر ځای فرید ملک انګلستان ته لیږل شوی

افغان کرکټ بورډ وایي، چې د ټپي حمید حسن پرځای یې ځوان چپ لاسی تیزبالر فرید ملک په افغان کرکټ ملي لوبډله کې انګلستان ته ولیږه.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه لیکي، چې حمید حسن د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب ۲۰۱۵ م زېږدیز کال کرکټ نړیوال جام سیالیو پرمهال د انګلستان خلاف وروستۍ لیګ لوبه کې ټپي شوی وو، چې اوسمهال په هندوستان کې تر درملنې لاندې دی.

کرکټ بورډ زیاتوي، چې حمید حسن د څه مودې له پاره ښه شوې وو، خو په دې وروستیو کې یې بیا دردونه زیات شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې حمید حسن د کرکټ بورډ په وینا په کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د انګلستان خلاف لوبه کې ټپي شو، خو هېواد ته په راستنیدو په تجاري شخصي میلیون جام سیالیو کې ولوبېده او په کپتانۍ کې یې (این ایف سي) ټایګرز لوبډله اتلولۍ ته ورسوله.

افغان کرکټ بورډ زیاتوي، چې حمید حسن اوسمهال د کرکټ بورډ له خوا د ښې درملنې په موخه په داسې حال کې هندوستان ته لیږل شوې، چې د ۲۰۱۶ م  کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام ټاکنیز پړاو لوبو له پاره په افغان ۱۵ کسیزه لوبډله کې هم اخیستل شوی دی.

کرکټ بورډ زیاتوي، چې حمید حسن به د راتلونکې جولای میاشتې په ۴ مه نېټه له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شي، خو د انګلستان په کوربتوب ۱ اونۍ تمریني کمپ کې به یې تشه ځوان فرید ملک ډکه کړي.

کرکټ بورډ وایي، چې د حمید حسن په رسیدو سره به فرید ملک بیرته افغانستان ته راولیږل شي.

د کرکټ بورډ خبرپاڼې د خپل عمومي مشر نسیم الله دانش له خولې لیکلي، چې د حمید حسن چټکه درملنه روانه ده او هیلمند دی، چې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام ټاکنیز پړاو د لوبې پیل څخه به یوه اونۍ وړاندې ملي لوبډلې سره یوځای شي.

د یادونې وړ ده، چې فرید ملک د ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو له پاره د کریم صادق او عثمان غني ترڅنګ د افغانستان په ۳ احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوی وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام