پیټرسرګټ د ۵ کلونو له پاره د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روزونکی شو

کروشیایي الاصله المانې پیټرسرګیټ نن(یک شنبه) په رسمي توګه د یوې خبري غونډې پرمهال د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی اعلان شو.

په همدې موخه نن( د نومبر ۸مه) د پیټرسرګیټ او افغان فوټبال فدراسیون د مشر کرام الدین کریم ترمینځ د افغانستان په فوټبال فدراسیون مرکزي دفتر کې یو اوږد مهاله ۵ کلن تړون هم لاسلیک شو.

دیادونې وړ ده چې پیټرسرګیټ به دافغانستان فوټبال ملي لوبډلې سره خپله دنده د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته داسیا ټاکنیزسیالیو راتګ پړاو لوبه کې له کمبودیا خلاف پیل کړي.

دافغانستان فوټبال ملي لوبډله همدا نن(یک شنبه) له غرمې وروسته د کمبودیا خلاف سیالۍ له پاره د ایران په لور روانه شوه.

ټاکل شو ې ده دافغانستان او کمبودیا فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ دغه سیالۍ د روانې میاشتې په ۱۲ مه نیټه د ایران په پلازمینه تهران کې ترسره شي.

له پیټرسرګیټ سره د تړون لاسلیکولو پرمهال دافغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ لاسته راوړنې ورته د سلوان سکلیزیچ په روزنه کې د منلو نه وې او له همدې کبله یې د بل روزونکي دګمارنې پریکړه وکړه.

د ښاغلي کریم په وینا چې دویتمه لري د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې ترڅنګ د نوي روزونکي پیټرسرګیټ څخه د افغانستان د کم عمره لوبډلو په روزنه کې هم ګټه واخلي.

دغه راز نوي روزونکي پیټرسرګیټ هم د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون سره د روزنې په موخه یوځای کیدو څخه خوښي وښوده.

د نوموړي په وینا چې تمه لري چې دی  به افغانانو ته د فوټبال روزنه ورکړي، خو په ځواب کې یې باید ورته دهغه دعلاقې له مخې د افغانستان کلتور او ملي ژبې ور زده کړي.

د نوموړي په وینا چې کابل د فوټبال کور دی او زیاتې اسانتیاوې لري او باید هر تکړه لوبغاړی افغان فوټبال ملي لوبډلې ته د رسیدو په موخه کابل ته راشي او خپله وړتیا وښایي.

دیادونې وړ ده، چې د پخواني ازربایجاني الاصله الماني روزونکي سلوان سکلیزیچ په روزنه کې افغان فوټبال ملي لوبډلې ټولټال ۹ نړیوالې او دوستانه لوبې ترسره کړې چې یواځې کمبودیا ته په ماتې ورکولو بریالۍ شوې وه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام