کرکټ بورډ دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان د لیسټرشایر لوبډلې سره دوه ورځنۍ سیالۍ په برابره توګه پاې ته ورسوله او نن چهارشنبه یې د مډل سیکس خلاف وروستۍ سیالۍ پیل کړه.
محمد شهزاد او جاوید احمدی سلیزې ترسره کړې.
افغان لوبغاړو خپله دریمه دوه ورځنۍ تمریناتي سیالۍ د یوې نسبتا قوي لوبډلې په وړاندې پیل کړه، چې پکې افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړل شوه.
د پیل لوبغاړی نوروز منګل ژر وسوځیده، خو محمد شهزاد محمدي او جاوید احمدي شاندارې لوبې نندارې ته وړاندې کړې، او دواړو لوبغاړو سلیزې ترسره کړې..
محمد شهزاد محمدي په ۸۹ بالونو باندې د ۱۹ څلوریزو په مټ ۱۰۸ منډې جوړې کړې او خپل ځاي یې نورو ته لوبغاړو ته پریښوده، خو جاوید احمدي بیا په ۱۳۰ بالونو باندې د ۱۰ څلوریزو په مټ ۱۰۰منډې بشپړې کړې او لا هم په میدان کې دی..
اصغر ستانکزي د ۱۷ منډو وروسته وسوځیده او محمد نبي تر اوسه په ۱۳ منډو ولاړ دی..
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلینډ خلاف د (انټرکانټینینټل) جام لومړۍ څلور ورځنۍ سیالۍ ته اکسفورډ لوبډلې ته دماتې ورکولو وروسته د انګلستان تمریني سفر دویمه لوبه دلسټرشایر لوبډلې خلاف ترسره کړه.
د کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې چې د افغانستان د ۴۱۲ منډو په ځواب کې کوربه لوبډلې د افغانستان له منګولو څخه بریا را وویسته او د ۹ لوبغاړو په سوځیدو یې افغانستان سره لوبه برابره کړه.
په سیالۍ کې لیسټرشایر لوبډله د عزت الله دولتزي او سمیع الله شینواري د ښکلي بالینګ سره سره د ورځې او اورونو ترپایه په ۳۵۵ منډو بریالۍ شوه.
دیادونې وړ ده چې د لیسټرشایرلوبډلې خلاف د افغان کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغرستانکزي پچه ګټلې وه او لومړی بیټینګ یې غوره کړی وو چې په ۹۶ اورونو کې یې یواځې د ۵ لوبغاړي وسوځیدل.
په دې سیالۍ کې د افغان بالینګ وړاندې د ملي لوبډلې نوي ګمارل شوي کپتان اصغرستانکزي بیټ هم وچلید او د روان سفر لومړۍ سلیزه یې جوړه کړه.
دغه راز کپتان ته په کتو مرستیال جاوید احمدي ښکلې د ۱۶۰ منډو ملګرتیا وکړه چې په کې نوروزمنګل ، حشمت الله شهیدي او رحمت شاه زرمتي هم د ښه لوبیدو په مټ سکاټلینډ ته د خطرزنګ ولیږه.
دیادونې وړ ده چې دانګلستان په روان ۱۲ ورځني تمریناتي سفر کې افغانستان په لومړۍ لوبه کې د شهزاد محمدي د غبرګې سلیزی ۲۶۶ منډو او میرویس اشرف د ښکلي بالینګ په مټ د اکسفورډ پوهنتون لوبډله په ۲۹۶ منډو له ماتې سره مخ کړې وه.
دیادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال سکاټلینډ ته رسیدلې ده چېرته چې به د جون میاشتې په ۲ مه نیټه له کوربه لوبډلې سره لومړۍ او یواځینۍ څلور ورځنۍ لوبه پیل کړي.
په انګلستان کی د ملي لوبډلې تمریناتي سیالیو ته په کتو ښکاري چې هم د بیټینګ له اړخه او هم د ځوان بالینګ له اړخه به افغان کرکټ ملي لوبډله د سکاټلینډ خلاف سیالۍ کې هم نابلدتیا ونکړي او ښه لوبه به ترسره کړي.





