د افغانستان کرکټ تقریبا نیمه ملي لوبډله روانه اونۍ د " پي، این، جي" کرکټ ملي لوبډلې خلاف د لویو وچو جام دویمې سیالۍ له پاره عربي اماراتو ته ورسیده.
یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي سلام وطندار ته وویل، لاهم د ملي لوبډلې ۷ مهم لوبغاړي د ویزو د نشتوالي له کبله په کابل کې پاتې دي.
سرچینه زیاتوي، چې کرکټ بورډ تر اوسه پخواني کپتان محمد نبي عیسی خیل، پخوانی مرستیال کپتان جاوید احمدي، نسیم بړیڅ، رحمت شاه زرمتي، دولت ځدران، راشد ارمان او نواز خان ته د عربي اماراتو ویزې نه دي ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې راشد ارمان او نوازخان ته په کورنیو سیالیو کې د ښکلو لوبو وروسته د لومړي ځل له پاره د افغانستان په څلور ورځنیو سیالیو ملي لوبډله کې د لوبیدو چانس ورکړل شوی، خو بخت یې داسې راووت.







