د کرېکټ نړیوال جام سبا په انګلستان کې پیلېږي

ټاکل شوې د ۱۲م پړاو ۵۰ اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالۍ سبا د انګلستان په یوې لوبې د انګلستان په بریسټول لوبغالي کې پیل شي.

افغانستان هم د نړۍ په ۱۰ غوره لوبډلو کې د دغه جام ګډونوال دی چې سبا ماسپښین دوه بجې د انګلستان او سوېلي افریقا په سیالۍ سره د لندن په اوول لوبغالي کې پیلېږي.

په یادو سیالیو کې دا ځل لوبډلې په دوو ډلو کې نه، بلکې په یوه کې دي چې له یو بل سره به له بل پړاو وړاندې نهه نهه سیالۍ وکړي.

افغانستان د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام سیالیو کې تر ګډون وروسته د دویم ځل لپاره د کرېکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې دغه جام ته لار پیدا کړې ده.

د سږ کال نړیوال جام پر مهال به ټول‌ټال ۴۸ سیالۍ وشي چې له لیګ لوبو وروسته به ۴ مخکښې لوبډلې سیمې فاینل ته لار پیدا او د جولای په ۱۴مه نېټه به یې د کرېکټ تاریخ په تاریخي لارډز لوبغالی کې اتله لوبډله معلومه شي.

افغانستان به د نړیوال جام لومړۍ لوبه د جون میاشتې په لومړۍ نېټه د راتلونکې شنبې په ورځ له دفاعي اتلې اسټرالیايي کرېکټ ملي لوبډلې سره د افغانستان پر وخت مازدیګر ۵ بجې په بریسټول لوبغالي کې وکړي.

افغانستان او اسټرالیا تراوسه ۲ ځله خپلمنځې ۵۰ اوریزې کرېکټ سیالۍ کړي چې دواړه اسټرالیايي لوبډلې ګټلې دي.

افغانستان به د نړیوال جام په دوام خپله دویمه لوبه د جون په ۴مه د ماسپښین پر ۲ بجو په کارډیف کې له سریلانکا، درېیمه لوبه د جون په ۸مه د مازدیګر پر ۵ بجو په ټانټون کې له نیوزیلنډ او څلورمه لوبه هم د جون په ۱۵مه د مازدیګر پر ۵ بجو په کارډیف کې له سوېلي افریقا سره وکړي.

همدارنګه پنځمه لوبه به د جون په ۱۸مه د ماسپښین پر ۲ بجو په مانچسټر کې له کوربه انګلستان سره، شپږمه لوبه د جون په ۲۲مه په سوت هامپټن کې د ماسپښین پر ۲ بجو له هندوستان، اوومه لوبه د جون په ۲۴مه د ماسپښین پر ۲ بجو په سوت هامپټن کې له بنګله‌دېش، ۸مه لوبه د جون په ۲۹مه په لیډز کې له پاکستان او وروستۍ یا نهمه لوبه به هم د جولای په ۴مه د ماسپښین پر ۲ بجو په لیډز کې د وېسټ‌انډيز له کرېکټ ملي لوبډلې سره وکړي.

  د یادونې ده چې افغانستان د ۵۰ اوریز کرېکټ له نړیوال جام نه یوازې د سکاټلنډ په وړاندې بریا خپله کړې، خو اسټرالیا بیا په ۵ اتلولیو او ټول‌ټال ۶۲ بریاوو د نړیوال جام تر ټولو بریالۍ لوبډله بلل کېږي.

د نړیوال جام د رسمي سیالیو له پېل وړاندې ۱۰ واړو لوبډلو دوه دوه تمریني لوبې کړي چی یوازې اسټرالیا په‌کې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې، خو افغانستان د پاکستان په وړاندې له تاریخي بریا وروسته له انګلستان سره په تمریني لوبه کې ماتې وخوړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام