افغان لوبڅار په اسیایي سیالیو کی لوبڅاري کوي
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چی د هیواد مخکښ لوبڅار احمد شاه پکتین به د کرکټ اسیایي شورا په شل اوریزه ټورنامنټ کی دلوبڅارۍ دنده ترسره کړي.
د کرکټ بورډ لخوا خپره شوی خبرپاڼه کی راغلي دي چی نوموړې نن(سه شنبه دسلواغې ۷) له کابل څخه د عربي اماراتو په لور روان شو.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي چی احمد شاه پکتین به د عربي اماراتو په کوربتوب شل اوریزه نړیوال جام سیالیو ته په اسیایي ټاکنیزو پړاو وروستۍ (فاینل) لوبه کی د لوبڅارۍ دنده ترسره کړي.
دیادونې وړ ده چی احمد شاه پکتین د افغانستان په کرکټ بورډ کی دلوبڅارۍ څانګې مشري په غاړه لري او یو مخکښه لوبڅار شمیرل کیږي.
نوموړی وړاندی هم په بیلا بیلو ستره او ټیټه کچه اسیایي ټورنامنټونو کی د لوبڅارۍ دندی ترسره کړي دي چی ترې چارواکي خوښ دي.
د کرکټ اسیايي شورا په نوښت د ۲۰۱۶ کال شل اوریزه نړیوال جام سیالیو ته اسیايي ټاکنیز پړاو لوبی روانه اونۍ د شپږو اسیايي کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ پیل شوې چی اتله لوبډله به ترې د افغانستان ، هانګ کانګ ، عربي امارات او نیپال سره یوځای د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب د روان کال په جولای میاشت کې کیدونکي نړیوال ټاکنیز پړاو کې دلوبیدو لپاره غوره شي.





