.jpg)
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي پېټرشیګرټ له استعفا وروسته د فوټبال ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو لوبډلې ته د اسلام الدین امیري په ورتګ غبرګون وښود.
لوبغاړو ګواښ کړی، که فدراسیون ته د افغانستان د سر لوړۍ پر ځای یو لوبغاړی ارزښت ولري، نو دوی بیا له امیري ملاتړ نه شي کولی.
د فوټبال ملي لوبډلې ۷ لوبغاړو په خپلو رسمي فیسبوک پاڼو د اعلامیې په خپرولو سره د فوټبال فدراسیون څخه غوښتي، چې په تاجکستان کې له دوی سره په شویو ژمنو ودریږي.
په دې لوبغاړو کې ګول ساتوونکی ویس عزیزي، نورالله امیري، کنیشکا طاهر، نور ځدران، ذبیر امیري، حسن امین، ارش هاتفي او مسیح سیغاني شامل دي.
.jpg)
د دغو لوبغاړو په فیسبوک پاڼو خپرې شوې اعلامیه کې د میلاد سالم نوم هم یاد شوی دی، خو نوموړي تراوسه په دې اړه په خپله ټولنیزه پاڼه کې څه نه دي ویلي.
لوبغاړو د ملي لوبډلې د پخواني کپټان اسلام الدین امیري په اړه ویلي، چې امیري خپل "جرم" د تاجکستان خلاف سیالۍ وروسته د ځای ناستي روزونکي او د افغانستان ۲۷ کسیزې لوبډلې په موجودیت کې له کوم فشار پرته منلي او همدا لامل و، چی د روزونکي او فوټبال فدراسیون له پرېکړې وروسته د تاجکستان خلاف سیالۍ کې ونه لوبول شو.
دغو لوبغاړو هیله ښودلې، چې فدراسیون د تاجکستان پر وړاندې د سیالۍ پر مهال له لوبډلې سره ملاتړ دوامداره وساتي او پرې نږدي، چې په فوټبال لوبډله کې زهر وشیندل شي.
.jpg)
لوبغاړو ویلي، چې په تېرو ۲ کلونو کې د زیاتو ستونزو په زغملو یې لوبډله دغه مقام ته رسولې او دا چې په ۲۰۱۷ کال کې مهمې سیالۍ لري؛ اجازه به ورنه کړي، چی د یو کس له کبله د دوی هڅې په اوبو لاهو شي.
لوبغاړو د فوټبال فدراسیون هغه پرېکړه، احساساتي او غیرعادلانه بللې، چې پېټرشیګرټ د اسلام الدین امیري له کبله دنده له لاسه ورکړه.
څو ورځې مخکې د فوټبال ملي لوبډلې پخواني کپټان جلال الدین شریعتیار لوبډلې ته د اسلام الدین امیري په ورتګ بېلابېل تورونه لګولي وو، چې د نوموړي له خوا په یو ویډیويي پیغام کې رد شول.
.jpg)
د فوټبال فدراسیون تراوسه په دې ټولو تورونو او د مدیر مصطفی مهرزاد په ګوښه کولو، د پېټر شیګرټ په استعفا او ملي لوبډلې ته یو ځل بیا د اسلام الدین امیري په راوستلو چپه خوله دی، خو څو ورځې مخکې فدراسیون د یو خبري کنفرانس له لاری د خپل دریځ معلومولو خبر ورکړی و.
د دغو ټولو ادعاوو د ځواب په برخه کې د فوټبال فدراسیون د رسنیو څانګې مسوول سید علي کاظمي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د لوبغاړو اعلامیه یې نه ده لوستلې او د اعلاميې تر لوستلو وروسته به د فدراسیون دریځ څرګند کړي.
د ځواب تر لاسه کولو له پاره د ټاکلي وخت تر پوره کېدو وروسته د بیا بیا اړیکو سره سره د فدراسیون د رسنیو څانګې مسوول مو اړیکه ځواب نه کړه.





