نورعلي ځدران ۴ کاله وروسته په څلور ورځنیو سیالیو کې شامل شو

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د (پی، این، جي) کرکټ ملي لوبډلې خلاف د روانې میاشتې (انټرکانټینینټل جام) څلور ورځنۍ سیالۍ ته ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان شوه، چې عربي اماراتو ته به سفر وکړي.

که له یوې خوا لوبډلې ته د نورعلي ځدران په شان تکړه لوبغاړی بیرته راستون شوی دی، خو ترڅنګ یې داسې بریښي، چې پخوانی کپتان نوروزمنګل د فېسبوک د غبرګونونو قرباني شوی دی.

نورعلي ځدران، چې وروستۍ څلور ورځنۍ لوبه یې د ۲۰۱۱ م ز کال په اګست میاشت کې د کاناډا خلاف ترسره کړې، بیرته د افغانستان څلور ورځنیو سیالیو ته راستون شوی دی.

افغان کرکټ بورډ بغیر د کوم لامل ښودلو د نجیب الله ځدران او میرویس اشرف ترڅنګ پخواني کپتان نوروزمنګل هم له اعلان شوې لوبډلې ویستی دی.

دغه راز لوبډلې ته د لومړي ځل لپاره راشد ارمان او نوازخان په څیر لوبغاړي اخیستل شوي دي او ترڅنګ یې افسرخان ځاځي او جاوید احمدي هم بیرته په ملي لوبډله کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار راډیو ته په رالیږل شوې لوبډله کې اصغرستانکزې کپتان، جاوید احمدي، نورعلي ځدران، دولت ځدران، محمد نبي عیسی خېل، یامین احمدزی، شبیرنوري، سمیع الله شینواری، رحمت شاه زرمتی، راشد ارمان شرف الدین اشرف، نوازخان، افسرخان ځاځې، نوازخان او حشمت الله شهیدي اخیستل شوي دي.

دغه راز عبېد کونړی، نسیم بړیڅ ، ناصرجمال او عمران جنت د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.

ټاکل شویده د کرکټ نړیوالې شورا د مهال ویش له مخې به دافغانستان کرکټ ملي لوبډله د روانو څلور ورځنیو سیالیو په دوام خپله دویمه لوبه د روانې نومبر میاشتې له ۲۱ مې نیټې څخه تر ۲۴ مې نیټې د عربي اماراتو په شارجه کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره کړي.

د کرکټ بورډ خبرپاڼې د خپل عمومي مشر او اجرایوي مشر په حواله لیکلي چې د بشپړ غړیتوب اخیستلو ټولې هیلې د همدغو سیالیو په ګټلو شوني، لوبډله د زمبابوی خلاف د اتلولیو وروسته په لوړ مورال کې ده، د پی این جي خلاف لوبې ته چمتو ده او باوري دي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به ډک لاس هیواد ته راستنیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام