.jpg)
د اسپانیې فوټبال کلب بارسلونا او د قطرهوایي شرکت ترمنځ د لوبغاړیو په ورزشي لباس باندې د (قطرایرلاین) نوم لیکلو تړون لغوه کړ.
دا مالي تړون له ۴ کالو وروسته پای ته ورسېد او وروسته له دې به نوی نه شي.
د یورو سپورټ وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، بارسلونا فوټبال کلب د بنین (بلوز) پر سر د نوم لیکلو له پاره نوی سپانسر ترلاسه کړ او په دې موخه یې د انټرنیټي خدمتونو له جاپاني شرکت «راکوټین» سره د کال ۵۸ اعشاریه ۹ میلیونو ډالرو ۴ کلن تړون لاسلیک کړی.
.jpg)
د قطرهوایي شرکت اجرایوي مشر اکبر الباکر په قطر کې د بارسلونا او الاهلي فوټبال لوبډلو ترمنځ له سیالۍ مخکې په رسنیزه غونډه کې وویل، چې دوی «قطرایرلاین» د بارسلونا فوټبال لوبډلې د بنین پر سر د نوم لیکلو چانس له لاسه ورکړ؛ خو هڅه کوي، چې یادې لوبډلې سره د دوی په الوتکه کې د سفر تړون تمدید کړي.
د نوموړي پر وینا، دا چې د قطر هوایي شرکت پر ځای د بارسلونا فوټبال کلب له خوا د لباس «سپانسرشيپ» له پاره جاپاني راکوټین شرکت غوره شو؛ خواشینی دی.
د یادونې ده، چی د بارسلونا فوټبال کلب او قطر هوایي شرکت ترمنځ د لباس پر سر د نوم لیکلو تړون د راتلونکي کال په جون کې پای ته رسېږي.
د بارسلونا او قطر هوایي شرکت ترمنځ د تېرکال په جولای کې د بېلابېلو جنجالونو سره ـ سره یو کلن تړون لاسلیک شوی و.
.jpg)
د الباکر پر وینا، د بارسلونا فوټبال کلب پرته ډېر نور مشهور فوټبال کلپونه دي، چې د دوی د سپانسرشيپ په تمه دي؛ خو وروستۍ پرېکړه به د بارسلونا فوټبال کلب چارواکي له خبرو وروسته کوي.
له بارسلونا فوټبال لوبډلې سره د یو شمېر مشهورو لوبغاړیو لیونیل میسي، سواریز، نیمار او پي کي له پاره دا له ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال جام نه مخکې قطر ته وروستی سفر دی، چی د (سپانسرشيپ) د تړون له مخې یې دغه هېواد ته وکړ.
د دې مشهورو لوبغاړيو په موجودیت کې بارسلونا فوټبال کلب په دوستانه سیالۍ کې د سعودي عربستان الاهلي فوټبال لوبډله د ګولونو څخه په ډکه لوبه کې د ۲۵ زرو نندارچیانو په موجودیت کې ۵ د ۳ ګولونو پر وړاندې ماتې ورکړه.
په دې سیالۍ کې افغان ماشوم مرتضی احمدي هم له مشهور ارجنټایني لوبغاړي لیونیل میسي سره د لیدو ارمان پوره کړ، چې میدان ته هم ورسره لاس په لاس ښکته شو.





