د افغانستان فوټبال غورهلیګ رحمان بنسټ په ۷م پړاو سیالیو کې دفاعي اتلې شاهین اسمایي او توفان هریرود لوبډلو د اتلولۍ ګټلو لهپاره پایلوبې ته ووتلې.
د افغانستان فوټبال فډراسیون د مالوماتو له مخې، په دوېمه نیمه پایلوبې کې تر یوې په زړه پوری او یو اړخیزې لوبې وروسته د «توفان هریرود» لوبډلې ۴ پر صفر د «اباسین څپې» لوبډلې ته ماتې ورکړه.
رووف قادري په پرونۍ نیمه پایلوبې کې د توفان هریرود لوبډلې په ګټه لومړي دواړه ګولونه ووهل. ورپسې رحمتالله خیرخواه او وروستی (څلورم) ګول معروف محمدي وواهه.
دا د ۲۰۱۲ کال وروسته دويم ځل شو چی طوفان هریردو لوبډلې د افغانستان فوټبال غورهلیګ سیالیو (فاینل) ته ووتله.
دیادونې ده چې تر دې وړاندی د مرکز زون استازې شاهین اسمایي لوبډلې د مصطفی افشار د ګول په مټ د میوند اتلانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره فاینل ته ووتله.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخی، دا د هیواد په فوټبال غوره لیګ سیالیو کې ۶م ځل دی چې دفاعي اتلې شاهین اسمایي لوبډلې پایلوبې ته وتلې ده.
د افغانستان فوټبال غورهلیګ سیالۍ په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوي چې هرکال په کابل کې د ۸ زونونو په کچه د ټاکلیو لوبډلو ترمنځ کېږي چې شاهین اسمايي لوبډلې ۴ ځله، توفان هریرود او سپینغر بازان لوبډلو یو یو ځل د یادو سیاليو اتلولۍ ګټلې دي.







