افغانستان به نړیوال جام کې له پاکستان سره ولوبیږي

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د بنګله دیش په کوربتوب د ۲۰۱۶ م کال نولس کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو مهال ویش او لوبډلویش اعلان کړ.

د اعلان شوي مهال ویش له مخې به افغان نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله په (بی) ګروپ کې له پاکستان ، سریلانکا او کاناډا سره په ګروپ کی لوبې ترسره کړي.

دا لومړې ځل دی چې افغان نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله د کرکټ په نړیوال جام کې له پاکستان سره په ګروپ کی اعلانیږي.

د بنګله دیش په کوربتوب د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۱۶ م کال جنورۍ میاشتې په ۲۲ مه نیټه پیلیږي او د فیبرورۍ په ۱۴ مه نیټه به د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسیږي.

دا څلورم ځل دی، چې افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کوي.

د ورکړل شوي مهالویش له مخې به افغانستان په ۲ تمریني سیالیو کې د جنورۍ په ۲۳ مه نیټه له نیوزیلینډ سره او د همدې میاشتې په ۲۵ مه نیټه له اسټرالیا ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره ولوبیږي.

دغه راز افغان نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله به د ګروپ رسمي لومړۍ لوبه د جنورۍ په ۲۸ مه نیټه له پاکستان سره ، دویمه لوبه د جنورۍ په ۳۰ مه نیټه له سریلانکا سره او دریمه او وروستۍ د ګروپ لوبه د فیبرورۍ په لومړۍ نیټه له کاناډا نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې ۳ واړه ګروپي سیالۍ به د بنګله دیش په (سلهیټ) لوبغالي کې د افغانستان په وخت سهار ۷ نیمې بجې ترسره شي.

د سویلی افریقې نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله به په ۱۱ م پړاو نولس کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام