د کبډي نړېوال جام سیالۍ سبا هندوستان کې پېلیږي

ټاکل شوې ده، چې  ۸ م پړاو کبډي نړیوال جام سیالۍ به سبا جمعه (اکټوبر ۷مه) دهندوستان په کوربتوب د نړۍ د ۱۲ مخکښو کبډي لوبډلو ترمینځ پیل شي.

د کبډي نړیوالو جام سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، په لومړۍ ورځ به سبا د سویلی کوریا کبډي ملي لوبډله دفاعي اتلې هندوستان کبډي ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.

په سیالیو کې د هندوستان او سویلي کوریا ترڅنګ، امریکه، ایران، نیوزیلینډ، ارجنټاین، بنګله دیش، جاپان، کینیا، پولینډ، تایلینډ، اسټرالیا او انګلستان لوبډلې برخه لري.

د سږ کال سیالیو ته لوبډلې په ۲ ګروپونو ویشل شوي دي، چې د هرګروپ ۲ مخکې لوبډلې به نیمه پای لوبو ته لاره پیدا کړي.

په لومړي ګروپ کې هندوستان له بنګله دیش، انګلستان، اسټرالیا، سویلي کوریا او ارجنټاین سره، خو په دویم ګروپ کې امریکه له ایران، جاپان، پولینډ، کینیا او تایلینډ لوبډلې سره ځای پرځای شوي دي.

سیالۍ سبا په رسمي توګه پلیږي او د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۲ مه نیټه به د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسیږي.

په دې سیالیو کې پاکستان هم شتون درلود، خو د یاد هیواد کبډي ملي لوبډله د هندوستان او پاکستان ترمینځ د سیاسي خرابو اړیکو له کبله د ګډون مخه يې نيول شوې ده.

د روان ۲۰۱۶ م کال په کبډي نړیوال جام سیالیو کې به هندۍ لوبډله له خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي، چې تیرځل یې پاکستان ته په ماتې ورکولو ترلاسه کړی.

تراوسه ۷ پړاوه د نارینه کبډي نړیوال جام سیالۍ ترسره شوي دي، چې په کې هر وار هندۍ کبډي لوبډلې د اتلولۍ جام او د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

همدارنګه تراوسه  په ۳ پړاوه ترسره شویو ښځینه کبډي سیالیو کې هم هندۍ لوبډلې د اتلولۍ جامونه او د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

په نارینه کبډي نړیوال جام سیالیو کې بیا له هندوستان وروسته پاکستان، خو په ښځینه کبډي نړیوال جام سیالیو کې د هندوستان وروسته ایران کامیابه لوبډله شمیرل کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام