افغانستان د “موی‌تای” په نړېوالو ورزشي سیالیو کې ۳ مډالونه وګټل

د افغانستان موی‌تای ورزش ملي لوبډلې د روسیې په کوربتوب په نړیوالو سیالیو کې ښکلې لوبې وکړې او د سیالانو په ماتولو سره یې ۳ د برونز مډالونه وګټل.

راپورونه وايي، چې په دغو لوبو کې د افغانستان له پاره د روسیې په نړیوالو موی‌تای سیالیو کې احمد شجاع جمال، سید روح الله موسوي او سهراب سلحشور دغه مډالونه وګټل.  

په دې اړه د افغانستان المپیک ملي کمیټې له خوا په رسمي ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي، چې سید روح الله موسی په ۵۱ کیلو ګرامه وزن کې خپل فرانسوي سیال ته په ماتې ورکولو سره د برونز لومړی مقام وګاټه.

دغه راز احمد شجاع جمال بیا په ۴۵ کیلو ګرامه وزن کې هم کوربه روسي لوبغاړي ته په ماتې ورکولو سره د برونز دویم مډال افغانستان ته ترلاسه کړ.

همدارنګه د سیالیو په دوام وروستی درېیم د برونز مډال بیا د افغانستان له پاره سهراب سلحشور په ۷۵ کیلو ګرامه وزن کې ترلاسه کړ، چې ازبکستاني سیال ته یې ماتې ورکړه.

د معلوماتو له مخې، علي نظري هم افغانستان ته په ۶۷ کیلو ګرامه وزن کې د مډال ګټلو هڅه وکړه، چې لومړۍ لوبه کې یې ازبکستاني سیال ته ماتې ورکړه، خو په دویمه لوبه کې د خپل وزن څو ځلي نړیوال اتل ایراني سیال سلیمان کاوه خلاف ماتې وخوړه او له مخکې تګه پاتې شو.

د سیالیو په دوام دافغانستان له پاره سلمان میرزایي او جواد غلجایي هم ښه ونه ځلیدل او د روسي سیالانو په وړاندې یې ماتې وخوړې.

همدارنګه محمد یوسف جهانګیر په ۵۷ کیلو ګرامه وزن کې د قزاقستاني سیال په وړاندې ماتې وخوړه او افغانستان ته په مډال ګټلو بریالی نه شو.

د روسیې په کوربتوب د موی‌تای نړیوالې سیالۍ تیره اونۍ پیل شوي او نن د یاد هیواد په "کازان" ښار کې پای ته ورسیدې.

په دې سیالیو کې د افغانستان څخه د ۷ لوبغاړو په ګډون ۱۰ کسیزې ډلې برخه اخیستې وه، چې موخه یې د پولینډ په کوربتوب د راتلونکې کال موی‌تای نړیوالو سیالیو ته لاره موندل وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام