افغانستان په کرکټ کې له هندي لوبډلې ماته وخوړه

د افغانستان او هندوستان معلولیت لرونکو کرکټ لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه لوبو لړۍ نن د هندوستان په (هریانا) ایالت کې پېل شوه.

د سیالیو په لومړۍ لوبه کې هندۍ معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته د یوې په زړه پورې لوبې وروسته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په سیالۍ کې کوربه هندۍ لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په پوره ۲۰ اورونو کې یې ۱۲۹ منډې جوړې کړې.

د هدف ترلاسه کولو په موخه افغانستان ښه لوبه و نه کړای شوه او هدف ته له رسېدو وړاندې تر ۱۱۰ منډو را ایساره کړای شوه.

هندۍ معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه په ۱۹ منډو سره وګټله او په روان سیریز کې یې ۱ د ۰ بریا په وړاندې مخکیوالی ترلاسه کړ.

د افغانستان له پاره په سیالۍ کې عبدالله په ۴ اورونو کې ۲۲ منډی ورکړې او ۳ هندي لوبغاړي یې وسوځول، خو د هندوستان له پاره ویکرانت کیني د لومړیو ۲۸ منډو وروسته په بالینګ کې ۴ ویکټې هم ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی و نومول شو.

د افغانستان معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې روزونکي پخواني ال راونډر خالقداد نوري هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې هندوستان بهترینه فیلډینګ وکړ او هیڅ کیچ یې و نه غورځاوه.

د نوري په وینا، که څه هم منډې ترلاسه کیدلې شوای، خو افغان لوبغاړو غلط شارټونه ولوبول او ویکټې له لاسه ورکړې، چې راتلونکې لوبې ته به پرې ډیر کار وکړي.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان او کوربه هندوستان معلولیت لرونکو کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ به دویمه لوبه سبا او وروستۍ لوبه د (مۍ) میاشتې په ۳ مه نیټه ترسره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام