.jpg)
د افغانستان د ازادې مبارزې (فري فایټ) اتل لوبغاړی بازمحمد مبارز په ۷۴ کیلو ګرامه وزن کې سبا د خپل سیال خلاف د لوبې دګر ته وځي.
د باز محمد مبارز د رسمي فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې دغه په زړه پورې سیالۍ به د روسیې په پلازمینه مسکو ښار کې د افغانستان په وخت د شپې ۱۰ بجې پيل شي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې باز محمد مبارز به د سبا ورځې په سیالۍ کې د امریکایي سیال په وړاندې لوبه وکړي، چې تراوسه یې نوم نه دی اعلان شوی.
مبارز په خپله ټولنیزه پاڼه لیکلي، چې د سبا ورځې سیالۍ به د افغانستان د یو تلویزون په پرده به په ژوندۍ بڼه وښودل شي.
.jpg)
روانه اونۍ د ۲۶ کلن افغان لوبغاړي باز محمد مبارز له لوبې وروسته بل افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک هم د راتلونکې شنبې په ورځ له اکرایني الاصله روسیي سیال خلاف لوبه وکړي.
باز محمد مبارز په خپلو وروستیو ۲ سیالیو کې چې په روسیه کې یې د روسي سیالانو خلاف ترسره کړي بریاوې خپلې کړي دي.
د شیرډوګ په نوم د مکس مارشل ارټس لوبې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دازادې مبارزی افغان لوبغاړي مبارز تراوسه ۱۱ مسلکي سیالۍ کړي دي او په ۷ لوبو کې یې بریاوې خپلې کړي.
دغه راز د ۲۰۱۲ کال راهیسې په شویو مسلکي سیالیو کې بازمحمد مبارز یوازې د مصري، قزاقستاني، امریکایي او روسي سیالانو خلاف په ۴ سیالیو کې ماتې خوړلي دي.





