افغانستان له پاره د ټېسټ کرکټ خوب رښتیا کېدونکی دی

د افغان کرکټ ملي لوبډلې او مینه والو له پاره له یو ورځنیو او شل اوریزو کرکټ کولو وروسته د ټېسټ کرکټ پیلول اوسمهال تر ټولو ستر ارمان دی، چی څه ناڅه د رښتیا کېدو خواته روان دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره د ټېسټ کرکټ سیالیو امتیاز ورکول د دې ضمانت نه کوي، چې افغانستان دې په نړیوال کرکټ کې له مخکښو کرکټ لوبډلو سره زیاتې سیالۍ وکړي؛ خو افغان کرکټ بورډ او مینه وال یې د ملي لوبډلې په وروستیو لاسته راوړنو ځانونو ته دا حق ورکوي، چې سیالیو ته ورودانګي.

د دې خبرې د اثبات له پاره د زمبابوی او بنګله دېش کرکټ لوبډلې دي، چې د ټېسټ او بشپړ غړیتوب لرلو سره – سره بیا هم د انګلستان، اسټرالیا او هندوستان په څېر هېوادونو له خوا له پامه غورځول شوې دي او په وروستۍ لسیزه کې یوې لوبډلې هم د دې ۲ لوبډلو کوربتوب نه د کړی. خو د زیاتو سیالیو برابرول او د ټېسټ کرکټ سیالیو د امتیاز ترڅنګ د بشپړ غړیتوب اخیستلو له پاره افغانستان ته په کار دي، چې خپله اداره لا پسې پیاوړې کړي اود دویمه درجه هېوادونو په کتار کی په دوامداره توګه د اتلې لوبډلې په توګه لوبې نندارې وکړي، چې د ټېسټ کرکټ سیالیو او بشپړ غړیتوب اخیستلو په پار خپل ځان قوي وساتي.

په همدې حال کې د (کریک انفو) په نوم د کرکټ مشهورې وېبپاڼې د راپور له مخې، د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) چې پلان لري، تر ۲۰۱۹ کاله د ۱۰ مخکښو کرکټ لوبډلو ترمنځ ټېسټ کرکټ په ۲ ډلو ووېشي؛ په څوو اونیو کې اعلان وشي.

د یادې شورا اجرایوي مشر ریچرډسن رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې د نوي سیسټم له مخې به د افغانستان، ایرلینډ او نیپال په څېر لوبډلو له پاره چانس پیدا شي، چې د ټېسټ کرکټ کولو خوب رښتیا کړي.

د ډیویډ ریچرډسن په وینا، د نوي سیسټم له لارې به د مخکې تګ او شاته تګ کړنلاره عملي کېږي، چې د لومړۍ ډلې کمزورې لوبډله به دویمې ډلې ته راښکته کېږي او د دويمې هغه مخکښه لوبډله به د لومړۍ ډلې هېوادونو سره د ټېسټ کرکټ کولو چانس ترلاسه کوي.

د ښاغلي ریچرډسن په خبره، چې اوسمهال دوی له بشپړ غړیتوب لرونکیو کرکټ هېوادونو سره په خبرو بوخت دي، ځکه د یو شمېر هېوادونو ټېسټ کرکټ ښکته روان دی، چی ښه مثال یې ویسټ انډیز دی.

د کرکټ نړیوالې شورا اجرایوي مشر زیاته کړې ده، که غواړئ په ریښتوني توګه د ټېسټ کرکټ اتله لوبډله وګورئ او دوه اړخیز ټېسټ سیالۍ ننداره کړئ؛ نو باید دغه سیستم پلی شي.

د ډیف ریچرډسن په باور، د نوي سیسټم له مخې به نه یوازې نورو لوبډلو ته د ټېسټ کرکټ کولو برابر حق ورکړل شي؛ بلکې ترڅنګ به یې د هرې ټېسټ لړۍ ځانګړی اهمیت هم پیدا شي.

د کرکټ نړیوالې شورا له نوي اعلان مخکې داسې ویل شوي وو، چې د روانو څلور ورځنیو (انټرکانټېنېنټل) جام سیالیو اتله لوبډله به له لسم مقام لرونکې ټېسټ لوبډلې سره ۲ چلینج کپ ټېسټ سیالۍ وکړي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام