هستي ګل: د کرکټ بورډ ډېرې نیمګړتیاوې مې پټې کړې ګټه یې ونه کړه

د افغانستان په کرکټ بورډ کې د تخنیکې کمېټې مشر او د ۴ م پړاو شپږیزې له پاره د "سپین غرزمریان" کرکټ لوبډلې روزونکی هستي ګل عابد له دغو سیالیو پرېکون وکړ.

پخواني لوبغاړي او په ۲۰۰۸ کال کې د جرسي اتل هستي ګل عابد په خپله رسمي ټولنیزه فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د خپل ولایت له دولتي او ولسي مشرانو سره ناسته ورته جرم شوه.

عابد وايي، هڅه یې وکړه ترڅو د سپین غر زون د کپټان شفیق الله شفق د بندیز ستونزه له کرکټ بورډ سره په اصولي توګه حل کړي؛ خو د کرکټ بورډ له خوا ورته د "څه کاره" خطاب وشو.

د پخواني ال راونډر په وینا، ورپسې د "سپین غر زمریان" لوبډلې د تشویق په موخه له خپلو مشرانو سره کېناسته، چې د کرکټ بورډ چارواکو له خوا د دوی دغه کار جرم وبلل شو.

هستي ګل عابد زیاتوي، چې "د افغانستان کرکټ بورډ د اوسنۍ ادارې په ډېرو نیمګړتیاوو یې د کرکټ د ښې ورځې له پاره پرده واچوله خو ګټه یې ونه کړه."

نوموړي وویل، د اوسنۍ ادارې خلاف مو د ډېرو خلکو د خولو تړلو هڅه وکړه خو اوسنیو چارواکو ټول حدونه شاته پرېښودل.

د ده په وینا "دهېواد د کرکټ پرمختګ له پاره له خپل سره هم تېردی، خو نه غواړي چی خپل او د افغانستان د کرکټ ګټل شوي نوم ته تاوان ورسیږي، نو له همدې کبله په پیلیدونکي ۴ م پړاو شپږیزه کې هېڅ دندې اخیستلو ته تیار نه دی."

د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي وايي، "خپله لوبغاړې پاتې شوی او په دې وخت کې شفیق الله شفق اوچې شونډې نه شي پرېښودی."

د یادونې وړ ده، چې ۴ م پړاو شپږیزه شل اوریزه کرکټ سیالۍ د راتلونکې سې شنبې په ورځ په کابل کی پیلیږي، خو د دفاعي اتلې "سپین غرزمریان" لوبډلې کپټان د کرکټ بورډ له خوا د نامعلوم دلیل له مخې تر نامعلومې نېټې پورې بندیز پرې لګول شوی دی.

د افغانستان په ۴ م پړاو شپږیزه کې د دفاعي اتلې کپټان شفیق الله شفق او اوس د یاد زون د روزونکي هستي ګل عابد نه ګډون خبرې په داسې حال کې کېږي، چې افغان کرکټ بورډ پرون په دغو سیالیو کې د لومړي ځل له پاره د ۷ بهرنیو کرکټ لوبغاړو د لوبېدو اعلان وکړ.

هڅه مو وکړه، چې د شفیق الله شفق د بندیز او دغه راز د هستي ګل عابد دبایکاټ په اړه د افغان کرکټ بورډ او په خپله د روزونکي هستي ګل عابد نظر هم واخلو خو په وار وار هڅو یې ټیلیفون ته ځواب ورنه کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام