.jpg)
په وروستۍ یوه لسیزه کې په ځانګړې توګه په ۲۰۱۶ م کال ۶ م پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له غوره لوبو وروسته د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي هم د افغانستان د کرکټ په ملاتړ خپل اواز اوچت کړ.
د هند لومړي وزیر افغانستان ته په خپل سفر کې نن په هرات ولایت کې د سلما بند د پرانیستې په غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان د کرکټ د چټک پرمختګ یادونه وکړه.
د مودي په وینا، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال دویمه درجه غړیتوب لري، باید له کرکټ نړیوالې شورا (ای، سي، سي) سره بشپړ غړیتوب ولري.
نریندرا مودي دغه راز زیاته کړه، افغان کرکټ لوبغاړي په هر ډګر او هرو لوبو کی د ښه ځلېدو وړتیا لري او باید د هندوستان په سترو سوداګریزو (ای، پي، ایل) شل اوریزه کرکټ سیالیو کې ورته د لوبېدلو چانس برابر شي.
افغانستان له تېرې یوې لسیزې راهیسې په نړیوال کرکټ کې لوبیږي، خو په تېرو ۴ شل اوریزه کرکټ نړیوالو جامونو، یو ځل په ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام کې او دغه راز په ایشیا کپ سیالیو کې لوبېدل یې د یو روښانه راتلونکې ثبوت ورکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان په څېر دویمه درجه لوبډلو ته زیرې ورکړ، چې څو کاله وروسته د ټیسټ کرکټ کولو چانس ترلاسه کولای شي.
د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو هم ویلي دي، چې ښایي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر تکړه لوبغاړي د هندوستان په ۱۰ م پړاو (ای، پي، ایل) شل اوریزه کرکټ سیالیو کی ولوبیږي؛ خو تراوسه په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده شوې.





