
د افغانستان په څیر د دویمه درجه لوبډلو پر وړاندې د سیالیو په برابرولو کې د ټيسټ لوبډلو بې غوري د دې لامل شوه، چې کرکټ نړیواله شورا د دویمه درجه هیوادونو د مرستې له پاره میدان ته راغله.
د کرکټ نړیوالې شورا د خبرپاڼې له مخې، اوسمهال په دې غور کوي، چې له ۲۰۱۹ م ز کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو وروسته په ۵۰ اوریزه لوبو کې د ۱۳ مخکښو هیوادونو ترمنځ د ۵۰ اوریزه لوبو (لیګ) جوړ کړي.
ویل کیږي، چې د نوې پلان شوي (لیګ) زیاتره ګټه به د افغانستان په ګډون دویمه درجه لوبډلو وي، چې تل له بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو سره د سیالیو نه لرلو له کبله شکایټ کوي.
که د کرکټ نړیوالې شورا له خوا پلان شوی (لیګ) عملي شي، نو له مخې به یې افغانستان له ۲۰۱۹ م ز کال وروسته په ۳ کلونو کې د هندوستان، اسټرالیا، انګلستان او سویلې افریقې په څیر مخکښو لوبډلو سره ټولټال ۳۶ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.
ویل کیږي، چې دغه لیګ به هرځل د ۳ کلونو له پاره ترسره کیږي، په کې به د افغانستان په ګډون د دویمې درجې ۳ هیوادونه افغانستان، ایرلینډ او ښایي نیپال، هالینډ او یاهم سکاټلینډ له ټولو ټیسټ لوبډلو سره د برابرشمیر سیالیو ترسره کولو چانس ولري.

ددې پلان له مخې به هره لوبډله له بلې لوبډلې سره د ۳ پنځوس اوریزه لوبو سیریز ترسره کوي، چې له دې وروسته به ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ټاکنیزپړاو اړتیا هم نه وي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان له ۲۰۰۹ م ز کال راهیسي د یو ورځنیو لوبو ترسره کولو امتیاز لري.
دغه راز تیرکال د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د نورو ټیسټ لوبډلو په څیر له ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې سره په (فیوچرزټورزپروګرام) کې شامله شوه، خو تراوسه افغان کرکټ بورډ ادارې له دغه چانس څخه هیڅ قسم ګټه نه ده پورته کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د نوې سیسټم څخه بیا ایرلینډي کرکټ بورډ پوره ګټه پورته کړې ده او د روان کال سبټمبر میاشتې پورې یې له سریلانکا، پاکستان، سویلي افریقې او اسټرالیا سره نړیوالې ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ برابرې کړې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا په وینا، پلان شوې لیګ به په برابره توګه د ټولو ګډون کوونکو ۱۳ مخکښو کرکټ لوبډلو ترمینځ ترسره کیږي او په پای کې به ۲ مخکښې لوبډلې د اتلولۍ له پاره فاینل لوبه کوي، چې ګټوونکي به یې د یو ورځنیو لوبو اتله اعلانیږي، خو ۱۳ م مقام لرونکې لوبډله به د (ورلډ کرکټ لیګ) سیالیو ته ګوزاریږي.
کرکټ نړیواله شورا پلان لري، چې د ۱۳ مخکښه لوبډلو ترمینځ د لیګ سیالیو ترڅنګ ټولې لوبډلې کولای شي نورې ۲ اړخیزه او درې اړخیزه سیالۍ هم برابرې کړي، خو باید د دوی دغه سیالۍ په (لیګ) سیالیو اغیزه و نه لري او باید ټولې لوبډلې د (لیګ) سیالیو پابندې وي.
ویل کیږي، چې دغه پلان تراوسه منل شوی نه دی او کرکټ نړیواله شورا به په دې پلان د روانې جون میاشتې په وروستیو کې دسکاټلینډ په (ایډنبرا) ښار کې په خپله کلنۍ غونډه کې د عملي کولو له پاره بحثونه وکړي، خو د دې پلان اصلي او وروستۍ پریکړه به د روان کال په اکتوبر میاشتې (بورډ) غړو په ناسته کې کیږي.





